لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي حکومت يې دترهه ګرۍ دخاتمې جنګ کوي


فيصل اباد کې دکويلې څخه دبجلۍ دپيداکولو دپلانټ دپرانستې په مهال وزيراعظم نوازشريف وويل چې دښمن اوس هم واړه بريدونه کوي
فيصل اباد کې دکويلې څخه دبجلۍ دپيداکولو دپلانټ دپرانستې په مهال وزيراعظم نوازشريف وويل چې دښمن اوس هم واړه بريدونه کوي

وزيراعظم نوازشريف ويلي دي چې ترهه ګر اسان هدفونه په نخښه کوي خو حکومت يې دترهه ګرۍ دخاتمې او معيشت دبحالۍ جنګ کوي.

فيصل اباد کې دکويلې څخه دبجلۍ دپيداکولو دپلانټ دپرانستې په مهال وزيراعظم نوازشريف وويل چې دښمن اوس هم واړه بريدونه کوي، هغه وويل چې تيره ورځ مردان کې ترسره شوى ترهه ګريز بريد افسوس ناک وي، نوازشريف وويل ترهه ګر اسان هدفونه په نخښه کوي خو دغه لړۍ به ډير زر ختمه شي.

تيره ورځ دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور او مردان سيمو کې ترسره شوو ترهه ګريزو بريدونو کې لږ ترلږه ١٨ کسان وژل شوي او خواشا ٥٠ نور ژوبل شوي وؤ.

نوازشريف دعوه وکړه چې کراچۍ کې دبدامنۍ وضعيت بدل کړى شوى، دامن وامان حالت کې ښه والى راځي او رڼاګانې بيرته راوستل شويدي.

نوازشريف وويل چې که يو اړخ ته انفراسټرکچر سمولى شي نو بل اړخ ته هغوي دترهه ګرۍ په ضد کوټلې جګړه کوي او دهيواد معيشت هم دبحالۍ اړخ ته بوځي.

نوازشريف دعوه وکړه چې ٢٠١٨م کال به پاکستان څخه دبجلۍ دلوډشيډنګ دخاتمې کال وي.

بل لوري ته دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دعوه کړې ده چې دخېبرپښتونخوا حکومت عدالتونو ته دپېښو خطرو څخه خبر کړى شوى و خو ددې باوجود هم مردان کې ترهه ګريز بريد دهغه په قول دصوبايي حکومت ناکامي ده.

دمردان روغتون کې تيره ورځ دژوبل شوؤ کسانو دپوښتنې څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې دکورنو چارو وزير وويل چې دمردان دپېښې په اړه دوه استخباراتي راپورونه موجود وؤ او وفاق دعدالتونو په نومونو اخستو سره دخېبرپښتونخوا حکومت دامنيتي خطرو څخه خبر کړى و او دوه ځله يې ورته کچهرۍ کې دامنيت دسختولو خبردارى هم ورکړى و.

چوهدري نثار وويل دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دغلطو تګلارو له امله ترهه ګري دهغوي کور ته ورداخله شوه.

دهغه وينا وه کله چې يې اقتدار سمبال کړو نو په هاغه وخت کې به دروزانه په اساس ګڼې چاودنې کيدې خو اوس دهغه په قول دترهه ګرۍ پېښې څو مياشتې پس رامينځته کيږي

دهغه وينا وه ترهه ګر دغه رقم بريدونه له دې امله کوي ترڅو قام کې مايوسي خوره کړي خو هغوي به دترهه ګرو په مړانې سره مقابله کوي.

دکورنو چارو وزير دعوه وکړه چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه يې ګټلې خو اوس دنفسياتي جګړې ګټلو لپاره دقام ملګرتيا ته اړتيا ده،هغه وويل ترهه ګر اوس خواره واره شوي دي.

دپاکستان حکومت او پوځ دعوه لرله چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب عملياتو او کال ٢٠١٤م کې دپېښور په ارمي پبلک سکول دبريد څخه وروستو دجوړ کړل شوي ترهه ګري دمخنيوي دملي تګلارې لاندې داخستل شوو ګامونو څخه وروستو ترهه ګرو ته سخت زيانونه رسيدلي او اوس هغوي دمنظمو بريدونو توان نه لري.

خو دسږکال دپيل څخه يوځل بيا دپاکستان بيلا بيلو ښارونو کې دترهه ګرۍ پېښو کې اضافه راغلې ده چې پکې دعسکرو په ګډون په لسګونو خلک وژل شوي دي.

مخالف ګوندونه او ناقدين وايي دقبايلي سيمو په څير دپاکستان پنجاب صوبه کې هم دفعاله دترهه ګرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه کوټلو پوځي عملياتو ته اړتيا ده خو حکومت دغه صوبه کې دترهه ګرو په ضد ګامونو اخستو ته زړه نه ښه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG