لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غيرقانوني توګه امريکا ته داخليدونکي به شهريت نه مومي،ټرمپ


 دشورو په ورځ دميکسيکو ددورې څخه په راستنيدو جنوب لويديز رياست ايروزونا کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال ټرمپ دخپلې ايمګريشن دتګلارې واضحه کړه وړه وړاندې کړل.
دشورو په ورځ دميکسيکو ددورې څخه په راستنيدو جنوب لويديز رياست ايروزونا کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال ټرمپ دخپلې ايمګريشن دتګلارې واضحه کړه وړه وړاندې کړل.

امريکا کې دريپبلکن ګوند نومول شوي صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ ويلي دي دهغه انتظاميه کې به کومه داسې تګلاره نه وي چې امريکا ته په غيرقانوني توګه داخليدونکي کسان شهريت ترلاسه نه کړى شي.

دشورو په ورځ دميکسيکو ددورې څخه په راستنيدو جنوب لويديز رياست ايروزونا کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال ټرمپ دخپلې ايمګريشن دتګلارې واضحه کړه وړه وړاندې کړل.

دټرمپ وړانديز کړل شوې منصوبه کې دټولو په سر کې ددې ارادې څرګندونه وه چې دميکسيکو اوامريکا په پوله به ديوال جوړولى شي او ددې لګښت به ميکسيکو ته ادا کول وي، خو دميکسيکو صدر ويلي حکومت به يې دغسې نه کوي.

هغه وويل تګلارې يې دامريکايانو دامنيت او اقتصادي خيرښيګړې دترجيحاتو نظر کې نيولو سره ترتيب کړى شويدي او دهغه په قول دا وړانديزونه به دجرمونو،ډلو او په پوله دغيرقانوني تګ راتګ مخه نيسي.

هغه وويل خلکو ته به معلومه شي چې داسې نه ده چې په غيرقانوني توګه دې څوک داخل شي ، په پټه دې کښيني او دقانوني اوسيدو انتظار دې وکړي.

له دې وړاندې هغه دميکسيکو ددورې په مهال صدر انرقي پينا نيټو سره ليدنه کې دميکسيکو په پوله دديوال جوړولو په اړه دخپل دريځ څخه دفاع کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG