لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او بنګله دېش د ترهګرۍ په ضد مرستې زیاتوي


کېري د جولایۍ د میاشتې په وړومبۍ نېټه ډهاکه په رستوران برید کې د ۲۰ کسانو په وژنه یو ځل بیا غمرازي کړې ده .
کېري د جولایۍ د میاشتې په وړومبۍ نېټه ډهاکه په رستوران برید کې د ۲۰ کسانو په وژنه یو ځل بیا غمرازي کړې ده .

د امریکې د بهرنو چارو وزیر جان کېري د دوشنبې/ګل په ورځ د بنګله دېش سفر کړی او هلته يې د وزیراعظمې شېخ حسینه واجد سره د لیدو وروستو ویلي چې د بنګله دېش اعلی وزيرې د ((ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امریکې سره د نزدې اړیکو خواهش څرګند کړی دی)) .

جان کېري د ګل په ورځ اعلان کړی چې واشنګټن او ډهاکه په ((نورو سېوا اقداماتو صلاح شوي د کوم لاندې به چې زمونږ د دواړو استخباراتي او قانون په ځاې کوؤنکي ادراې دغو مرستو ته نوره وده ورکوي)) .

کېري په ډهاکه کې یوې دستورې د وینا وروستو د وایس اف امریکا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل د دې خبرې ثبوتونه موجود دي چې په شام او عراق کې د فعاله تُندروه ډلې داعش (( په ګرده نړۍ کې د اته تنظیمونو سره اړیکې دي او په هغو کې یو په سویلي اسیا کې دی)) .

ولې نوموړي د دغه تنظیم نوم ونه وئیلو .

کېري وویل په عراق او شام کې د فعاله انتهاپسندو په بنګله دېش کې د ځینو خلکو سره اړیکې دي.

هغه وویل د وزیراعظمې حسینه واجد او بنګله دېش د نورو چارواکو سره چې ليدنې وشوې هغوې (په دغه لړ کې بله رايې نه لري) .

ځینې څیړونکي د شېخ حسینه واجد په حکومت نیوکې کوي چې هغه د ترهګرۍ پېښې په ملک کې دننه د تُندلارو سره تړي او دا خبره رد کوي چې داعش دغلته وجود لري .

چې کله وایس اف امریکا د جان کېري نه په دغه اړوند پوښتنه وکړه نو هغه وویل (( زه نه ګڼم چې د بنګله دېش حکومت دغه خبره نظرانداز کوي)) .

هغه وویل بنګل دېش کې په دننه ترهګرۍ باندې د بهرني اثر په اړه يې د وزیراعظمې سره ډاګیزې خبرې شوي دي .

د امریکې د بهرنو چارو وزیر د بنګله دېش د خپل سیال عبدالحسن محمودعلي سره هم لیدلي او په دغه لیدنه کې هم د ترهګرۍ د مخنیوي په هڅو خبرې اترې شوي دي .

کېري د جولایۍ د میاشتې په وړومبۍ نېټه ډهاکه په رستوران برید کې د ۲۰ کسانو په وژنه یو ځل بیا غمرازي کړې ده په دغو وژل شوؤ کسانو کې ۱۷ بهرنیان وو . داعش د دغه برید زمه واري قبوله کړې وه .

ډهاکه کې په اېډورډاېم کینیډي دستورې ته په وینا کې جان کېري وویل د دغه برید مقصد په څرګند ډول بنګله دېش کې دننه تفریق جوړول وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG