لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې د پوځي عدالتونو نه د مرګ سزاوارو خواستونه رد کړي


سترې محکمې په خپله فېصله کې ویلي دي چې پوځي عدالتونو د پوره ثبوتونو وروستو دغو کسانو ته سزا اورولې ده .
سترې محکمې په خپله فېصله کې ویلي دي چې پوځي عدالتونو د پوره ثبوتونو وروستو دغو کسانو ته سزا اورولې ده .

د پاکستان سترې محکمې د مرګ سزاوارو هغو ۱۶ مجرمانو خواستونه رد کړي دي څوک چې د پوځي عدالتونو لخوا د ترهګرۍ په کېسونو کې مجرمان ګرځول شوي او د مرګ سزا ورته اورول شوې وه .

د پوځي عدالتونو د فېصلې په ضد دغو ۱۶ کسانو سترې محکمې ته خواست کړی او سترې محکمې د دوې په تېزندۍ عمل کول ودرولي وو .

د سترې محکمې د مشر قاضي جسټس انورظهیرجمالي په مشرۍ پینځه کیسزه بنچ په دغو خواستونو د جون په ۲۰م نېټه فېصله محفوظ کړې او نن د ګل یا دوشنبې په ورځ په ۱۸۲ پانړو مشتمل دغه فېصله واورل شوه او د پوځي عدالتونو پرېکړه په ځاې وساتل شوه .

دغه کسان چې د ترهګرۍ په کیسونو کې سزاوار شوي دوې پېښور کې په ارمي پبلک سکول، پېنډۍ کې پرېډ لین، بنو جېل برید، کوهاټ او نوښار کې د ترهګرۍ په پېښو کې مجرمان ګرځول شوي وو .

په سزاوارو کې قاري زبېر، حېدرعلي، قاري ظهیرګل، تاج محمد، عتیق الرحمان، اخترمحمود، فتح محمد، شېرعالم او محمدعربي شامل دي .

د پوځ سرلښکر د وړاندې نه د دوې خواستونه رد کړي دي .

د سزاوارو لخوا سترې محکمې ته په خواست کې ویل شوي چې د دوې په مقدمو کې سوتره اورېدنه نه ده شوې او نه ورته د وکیل اجازه ورکړی شوې وه .

سترې محکمې ویلي چې اورېدنه کې د منصفانه محکمې شرطونه پوره کړی شوي او دفاع کوؤنکو ته وکیل هم ورکړی شوی دی .

سترې محکمې په خپله فېصله کې ویلي دي چې پوځي عدالتونو د پوره ثبوتونو وروستو دغو کسانو ته سزا اورولې ده .

د جون د میاشتې په ۲۰ م نېټه د بشري حقونو فعالې او وکیلې عاصمه جهانګير سترې محکمې ته خواست کړی ؤ چې د پوځي عدالتونو نه د مرګ د سزاوارو ترڅنګ دې د ټولو کېسونو بیا اورېدنه وشي .

هغې ویلي ؤ چې هغه د کومو کسانو کېسونه چلوي دوې د پوځي عدالتونو جوړېدو نه وړاندې نیول شوي او بیا پوځي عدالتونو ته وړاندې کړی شوي دي .

سترې محکمې په خپله فېصله کې ویلي چې په غېر معمولي حالاتو کې پارلمان د ۲۱م ايیني بدلون منظوري ورکړې او ارمي اېکټ کې هم بدلون شوی دی . او پوځي عدالتونه پوځي اېکټ کې د بدلون لاندې کار کوي .

عدالت ویلي د دغو مجرمانو په ضد مقدمې دا ډول وې چې اورېدنه به يې په پوځي عدالتونو کې کېدله .

د روانې میاشتې په ۱۶م نېټه هم د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د ۱۶ ترهګرو د مرګ د سزا پخلی کړی دی .

پېښور کې په ۱۶م دسمبر کال ٢٠١٤م کې د پوځ په تابيا چليدونکي ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حمله کې د ۱۳۳ ماشومانو په ګډون د ۱۴۹ کسانو د وژنې وروستو پاکستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدونو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړى شوي وو.

پاکستان کې د پوځي عدالتونو په جوړېدو دقانون پوهانو او بشري حقونو د ډلو له لوري نيوکې شوې وې ، او د بشري حقونو ډلو ويلي وو پاکستان دوړاندې څخه د ترهه ګرۍ دمخنيوي او عامو عدالتونو موجودګۍ کې پوځي عدالتونو جوړولو ته ضرورت نشته خو د پاکستان حکومت بيا دريځ لري چې هيواد يې د غيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو ته اړتيا ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG