د سعودي عرب د دفاع وزیر او مرستیال ولي عهد شهزاده محمدبن سلمان السعود د پاکستان په خپل لنډ سفر کې د وزیراعظم او پوځي سرلښکر سره لیدلي دي .
شهزاد محمدبن سلمان السعود د اتوار په شپه اسلام اباد ته رسېدلی ؤ .
د سرکاري میډيا ترمخه وزیراعظم نوازشریف او د سعودي عرب د دفاع وزیر محمد بن سلمان د دواړو هېوادونو په اړیکو پياوړي کولو او بیلابیلو برخو کې په همکارۍ سېوا کولو باندې صلاح شوي دي .
د دې ترڅنګ په لیدنه کې په دوه اړخیزه ګټو او د سیمي په حالاتو هم خبرې اترې شوي دي .
په دغه لیدنه کې د دفاع وزیر خواجه اصف او د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف هم موجود وو .
د سعودي عرب مرستیال ولي عهد محمد بن سلمان د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف سره ځانله لیده کاته کړي دي .
د پوځ د مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د شپې په مهال دغه لیدنه کې د سیمې د امنیت او په خصوصي توګه د منځني ختیځ په اړه خبرې اترې شوي دي .
د دې ترڅنګ په لیدنه کې د دواړه اړخيزه دفاعي مرستو او همکارۍ په موضوع هم بحث شوی دی .
د روان کال په وړومبو کې په سعودي عرب کې د شیعه عالم دین شېخ النمر په دار د ځړولو وروستو د ایران او سعودي عرب ترمنځ شخړه راپورته شوې وه .
تهران کې قهرژن مظاهره چیان د سعودي عرب په سفارتخانه ورختلي او بیا سعودي عرب د ایران سره سفارتي اړيکې هم ځنډولې وې .
د ریاض او تهران ترمنځ د شخړې راپورته کېدو وروستو د سعودي عرب د دفاع وزیر محمد بن سلمان او خارجه وزیر عادل الجبېر د پاکستان سفر کړی ؤ او د وزیراعظم نوازشریف او پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف سره یې لیدلي وو .
د پاکستان وزیراعظم او د پوځ سرلښکر سعودي عرب ته باور ورکړی ؤ چې سعودي عرب ته راپېښېدونکي هر ډول خطرې ته په کلکه ځواب ورکوي .
سعودي عرب تېر کال د ترهګرۍ په ضد د ۳۰ نه د زیاتو اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو ویلي ؤ ، پاکستان چې په دغه اتحاد کې شامل وو د سعودي عرب په مشرۍ د اتحاد هر کلی یې کړی ؤ .