لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نه په یوه میاشت کې ۵۰زره افغان کډوال ستانه شوي


تر ټولو زیات کډوال د خېبرپښتونخوا صوبې نه بیرته تلی دي .
تر ټولو زیات کډوال د خېبرپښتونخوا صوبې نه بیرته تلی دي .

د پاکستان نه په خپله خوښه بیرته خپل هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېره په تېرو دوه میاشتو کې ډېره سېوا شوې ده .

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار ویاندې دنیا اسلم خان وایس اف امریکا سره په خبرو کې ویلي چې د اګست په میاشت کې ۵۰ زره افغان کډوال په خپله خوښه د پاکستان نه بیرته خپل هېواد افغانستان ته تلي دي .

( د ۲۵م جولايۍ نه وروستو مونږ ولیدل چې د افغان کډوالو بیرته ستنېدو لړۍ سېوا شوې ده د جولايۍ په میاشت کې نزدې ۱۲۹۰۰ افغان کډوال ستانه شوي وو ولې د اګست په میاشت کې دا عمل نور هم تېز شو او د وړومبۍ نېټې نه تراوسه پورې نزدې ۵۰ افغان کډوال بیرته تلي دي او که د دې ټول کار خبره کوؤ نو ۷۰ کډوال پکې بیرته افغانستان ته تلي دي ) .

دنیا وویل تر ټولو زیات کډوال د خېبرپښتونخوا صوبې نه بیرته تلی دي . (د خېبرپښتونخوا نه نزدې ۵۴ زره کډوال او په دوېم نمبر پسې د پنجاب صوبې نه زیات خلک بیرته ستنیږي) .

د پاکستان د سرحدی چارو د مرکزي وزیرلفټننټ جنرال(ر) عبدالقادر بلوڅ په وینا هره ورځ نزدې پینځه زره افغان کډوال بیرته خپل وطن ته ستنیږي .

(د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو یوه طریقه ده او په هغې مونږ کار کوؤ او دوې ته دلته (پاکستان) کې د پاتې د دسمبر د ۳۱م نېټې پورې وخت ورکړل شوی دی، دا وخت نزدې څلور، پینځه زره افغان کډوال بیرته ځي، دغه عمل په سمه طریقه روان دی کال ۲۰۱۷م د دوې د واپسۍ کال دی دوې به ځي) .

د عبدالقادربلوڅ په وینا د کډوالو د بیرته ستنېدو دپاره د پاکستان او افغانستان حکومتونه په ګډه کار کوي .

(افغان حکومت او مونږ په ګډه کار کوؤ ترمنځ مو ځه اختلاف نشته او نه څه مسله،هڅه کوؤ چې دا معامله په باعزته طریقې سره حل شي دوې سره زیاتی ونه شي دوې شکایتونه ونه کړي دومره موده چې مو د دوې مېلمستیا کړې او ۳۸ کاله مو قرباني ورکړې دا بې ځایه لاړه نشي) .

پاکستان کې نزدې ۱۵ افغان کډوال رجسټر او په دومره شمېره کې غېر رجسټر مېشت دي او د تېرې یوې مودې نه د دوې د بیرته خپل هېواد ته ستنېدو په خبره زور راوړل کيږي .

په عېن حال کې روانه میاشت پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو ځينې مشرانو د پاکستان نه غوښتي چې افغانستان کې حالات ډېر ښه نه دي ځکه دوې دې بیرته وطن ته په ستنولو مجبور نه کړی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG