لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام په اړوند تړون ته نزدې یُو، جان کېري


جان کېري ویلي هغه او سرګی لاروف په دې خبره صلاح شوي چې د شام د مسلې حل پوځي نه دی .
جان کېري ویلي هغه او سرګی لاروف په دې خبره صلاح شوي چې د شام د مسلې حل پوځي نه دی .

د امریکې د بهرنو چارو وزیر جان کېري ویلي په شام کې وضع ښه شوې ده او زیاته کړې ېې ده چې هلته د تل پاتې امن دپاره امریکا او روس تړون ته نزدې شوي دي .

نوموړي دغه خبره په جنېوا کې د خپل روسي سیال سرګی لاروف سره د لیدو وروستو کړې ده . دواړو خارجه وزیرانو په شام کې داعش ته د ماتې ورکولو دپاره په پوځي مرستو او معلوماتو یو بل سره شریکولو په سر خبرې کړي دي .

هغه ویلي د فرورۍ په میاشت کې شام کې یو تړون ګټه رسولې ولې چې کله د تړون سرغړونې وشوې نو ترلاسه شوې ګټې بې ځایه لاړې .

جان کېري ویلي هغه او سرګی لاروف په دې خبره صلاح شوي چې د شام د مسلې حل پوځي نه دی .

د زیارت په ورځ د شام د حکومت سره د یو تړون په ترڅ کې د شام یاغیانو او کورنو یې د اوږدې مودې نه ګېر د دمشق لرې پرته علاقه داریا پرېښودل پېل کړي دي .

په دغه ښار کې ګېر خلکو ته په وروستي ځل د جون په میاشت کې امداد رسول شوی وو .

داریا د شام پلازمينې سره نزدې پروت ښار دی او دا په هغو وړومبو ښارونو کې دی چرته چې په کال ۲۰۱۱م کې د صدر بشارالاسد د حکومت په ضد تحریک پېل شوی ؤ .

د تړون په شرطونو کې ویل شوي چې ۷۰۰ وسله والو کسانو ته به د مخالفینو د ولقې لاندې د ادلیب د شمالي صوبې په لور تېروېدو ته خوندي لار ورکولی شي او ۴۰۰۰ کسانو ته به د داریا په جنوب کې په موقتي توګه پناه ورکولی شي .

له دې وړاندې د شام دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسټیفن ډي مستورا په دې خبره زور راوړی ؤ چې د داریا د خلکو وتلو کار دې خوندي کړی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG