لاس رسیدونکی لینک

دافغان کډوالو داوسيدو موده کې پراختيا کيدى شي،دپښتونخوا ګورنر


 ديو سرکاري بيان ترمخه ګورنر جهګړا دجمعې په ورځ خبريالانو سره يوه مرکه کې په ډاګه کړې ده چې افغان کډوالو سره به وطن ته دواپسۍ په معامله زور زياتى نه شي کولى.

ديو سرکاري بيان ترمخه ګورنر جهګړا دجمعې په ورځ خبريالانو سره يوه مرکه کې په ډاګه کړې ده چې افغان کډوالو سره به وطن ته دواپسۍ په معامله زور زياتى نه شي کولى.

دپاکستان دخېبرپښتونخوا صوبې ګورنر اقبال ظفر جهګړا ويلي دي هغه پاکستان کې ميشته افغان کډوال ستونزه نۀ ګڼي او دضرورت په پيښيدو دهغوي داوسيدو موده کې پراختيا هم کيدى شي.

ديو سرکاري بيان ترمخه ګورنر جهګړا دجمعې په ورځ خبريالانو سره يوه مرکه کې په ډاګه کړې ده چې افغان کډوالو سره به وطن ته دواپسۍ په معامله زور زياتى نه شي کولى.

پاکستان افغان کډوالو ته سږکال ددسمبر دمياشتې اخره پورې هيواد کې داوسيدو اجازه ورکړې اؤ دغه نيټې ته دلږ وخت پاتې کيدو له امله دپاکستان دخېبرپښتونخوا په ګډون بيلا بيلو سيمو کې دميشتوو افغان کډوالو افغانستان ته دستنيدو عمل کې چټکتيا راغلې ده.

ددې ترڅنګ دخېبرپښتونخوا صوبې پوليس هم وخت په وخت دصوبې بيلا بيلو سيمو کې دافغان کډوالو په ضد دعملياتو ترسره کولو اؤ د هغوي په ګڼ شمير کې دنيول کيدو خبرونه ورکوي.

له دې وړاندې پېښور کې دکډوالو دنړيوالې ادارې وياند صمد خان ويلي وو پاکستان څخه دجنورۍ او جون په مياشت کې دکډوالو يو زر اويا او دجولايي او اګست په مياشت کې نولس زره پنځه سوه او ديرش کورنۍ افغانستان ته ستنې شويدي.

دراپورونو ترمخه پاکستان کې خواوشا يو اعشاريه پينځه ملينه رجسټرډ کډوال اوسيږي او هم په دغه هومره شمير کې غيررجسټرډ کډوال هم موجود دي.

دبيان ترمخه ګورنر وويل چې مونږ افغان کډوال په کيمپونو کې نه دي ساتلي بلکې هغوي سره مو دميلمنو پشان سلوک کړى.

دهغه وينا وه چې دافغان کډوالو وطن ته دواپسۍ لړ کې افغان کډوالو سره معامله فيصله شوې او دې لړ کې پاکستان ته دبشپړې مرستې باور ورکړى شويدى.

دبيان ترمخه دپاکستان قبايلي سيمو کې داصلاحاتو په اړه دګورنر وينا وه چې اکثريتي راي دا ده چې قبايلي سيمې دې خېبرپښتونخوا کې شاملې کړى شي خو دې لړ کې به غوڅه پريکړه پخپله وزيراعظم کوي.

دهغه وينا وه چې قبايلي اصلاحات يو مهم ګام دى او دې لړ کې قبايلي ولس هم باور کې اخستل شوى، هغه وويل نه يواځې دا چې دقبايلي سيمو ملکانو سره خبره شوې بلکې د سياسي ګوندونو، طالب علمانو او خبريالانو څخه هم دقبايلي سيمو دراتلونکي په اړه رايې غوښتل شوې ده.

هغه دعوه وکړه چې وزيراعظم نوازشريف خواهش لري چې دقبايلي سيمو اولس دې هم دهيواد دنورو برخو پشان دژوند بنيادي ضرورتونه پوره وي او دفاټا اصلاحات هم ددې لړۍ يوه کړۍ ده.

ظفر جهګړا دا هم ويلي دي چې قبايلي سيمو کې پځايې فرنټير کرايم ريګوليشن( ايف سي ار) يو زوړ قانون دى کوم چې به بدلول او قبايلي اولس په دپاکستان مهمه برخه جوړول وي.

دترهه ګرۍ په ضد دجګړې له امله قبايلي سيمو څخه دبې کوره شوو کسانو خپلو کورونو ته دستنيدو په اړه ګورنر جهګړا وويل دوزيرستان څخه پرته دنورو قبايلي سيمو سل فيصده کډوال خپلو سيمو ته ستانه شويدي، خو خواوشا يو لک کورنۍ به اوس هم خپلو کورونو ته ستنيږي کوم چې اووه لکه کسان جوړيږي.

دهغه وينا وه هڅه کولى شي چې دنومبر دمياشتې پورې ټول کډوال خپلو سيمو ته ستانه کړى شي.

XS
SM
MD
LG