په اټلي کې د چارشنبې یا شورو په ورځ راغلې زورورې زلزلې له امله د مړو شمېره ۲۴۷ ته رسېدلې او ۳۶۰ کسان ژوبل شوي دي .
د چارواکو په وینا امدادي کارونه روان دی او ګڼ خلک اوس هم د ملبې لاندې ګېردي .
د شورو په ورځ د اټلي وزیراعظم میتیورنزی د هیلي کاپټر د لارې اغېزمنې سیمې کتلي او ویلي يې دي څوک به هم یواځې نه پريږدي .
د شورو په ورځ شوي زلزلې درې ښارونه ډير ځپلي دي .
د وړومبو معلوماتو ترمخه زلزله دومره زوروره وه چې د څو د قیقو پورې د روم ودانۍ څنډېدلې .
د امریکا د جیولوجیکل سروی ترمخه په ریکټر سکېل باندې د زلزلې زوز ۶.۲ ریکارډ کړی شوی دی او مرکز یې د نورسیا علاقې نه لس کلومیټره جنوب ختیځ پله لرې وو .
راپورونه وايي د زلزلې مرکز په ځمکه کې یواځې ۱۰ کلومیټره ژور وو .
د زلزلې جړقونه د ځايي وخت ترمخه سهار درې بجې د پلازمينې روم سره د منځني اټلي په ټولو علاقو کې محسوس کړی شوي دي .
د راپورونو ترمخه زلزلې د پیسکيرا ډل ټورنټو نومې کلی ډېر اغېزمن کړی دی .
د شورو په ورځ چې په کومو سیمو کې زلزله راغلې دا د لاقلا ښار سره نزدې موقعیت لري ، چرته چې په کال ۲۰۰۹م کې د راغلې زلزلې له امله درې سوه کسان مړه شوي وو .