لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې دداعش او طالبانو ٢٤ جنګيالي وژل شوي

 دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي دچين ولسولۍ په مامادره نومې سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندروه ډلې داعش دولس جنګيالي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

دنهې په ورځ افغان چارواکو ويلي دي دافغانستان ختيځ ولايت ننګرهار کې امنيتي ځواکونو سره نښتو کې ٢٤ دداعش اؤ طالبانو جنګيالي وژل شويدي.

دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي دچين ولسولۍ په مامادره نومې سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندروه ډلې داعش دولس جنګيالي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

همدغه راز دخوګياڼي وينا ده چې هسارک ولسوالۍ کې هم ترسره شوو عملياتو کې ددريوو کمانډرانو په ګډون دطالبانو دولس جنګيالي وژل شويدي او زياته کړې يې ده چې هسارک کې عمليات اوس هم دوامداره دي.

په ډاګه دې وي چې تيره اوونۍ دامريکا ددفاع محکمې پينټاګون پخلى کړى وى چې دتندروه ډلې داعش سيمه ييز کمانډر حافظ سعيد دجولايي په ٢٦مه نيټه دننګرهار اچين ولسوالۍ کې ترسره شوو هوايي عملياتو کې وژل شوى دى.

داعش تيرکال دافغانستان ختيزو سيمو کې پښې مضبوطې کړې وې او خپلو هلو ځلو کې يې چټکتيا راوستې ده، هغوي دغلته دامنيتي ځواکونو ترڅنګ دطالبانو لخوا هم مزاحمت سره مخ شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG