لاس رسیدونکی لینک

د افغان کډوالو د مودې غځولو دپاره سترې محکمې ته خواست  


د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د شمېرې ترمخه پاکستان کې نزدې ۱۵ لاکه رجسټرډ کډوال مېشت دي

د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د شمېرې ترمخه پاکستان کې نزدې ۱۵ لاکه رجسټرډ کډوال مېشت دي

پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو په دغه هېواد کې د پاتې کېدو د مودې غځولو دپاره سترې محکمې ته یو ائیني خواست شوی دی .

د بشري حقونو دپاره کارکوؤنکي وکیل ذوالفقار احمدبهټه سترې محکمې ته په خواست کې د رسنیو د خبرونو حواله ورکړې چې په افغان کډوالو خپل ملک ته د بیرته تلو دپاره سخت فشار اچول کيږي او په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې ځورولی شی .

ذوالفقار بهټه ویلي چې دغه ډول ګامونه پورته کول د ځایي او نړیوال قانون سرغړونه ده .

نوموړي وکیل په خواست کې دریز خپل کړی چې د زرګونو په شمېره کې افغان کډوال د دې حالاتو له کبله په داسې ملک پرېښودو مجبورولی شي چرته چې هغويې د درېو لسیزو راهسې نه یواځې مېشت دي بلکې خپل روزګارونه هم کوي .

وایس اف امریکا سره خبرو کې نوموړی ذوالفقار احمد بهټه ویلي سترې محکمې ته يې خواست کړی چې افغان کډوالو ته دې دومره مناسب وخت ورکړی شي چې هغوې پاکستان کې خپل کاروبارونه راټول کړي .\


(( داسې کسان چې د دوه کروړه روپو نه زیاتې پسې يې په کاروبار کې بندې کړي دي د هغوې د پاتې کېدو موده دې پینځه کاله وغځول شي، دغه شان داسې کسان چې پاکستان کې يې جایداد اخستی او مالیت يې لږترلږه یو کروړ روپۍ وي دوه کاله دې ورته ورکړی شي او عامو کډوالو ته دې د دسمبر ۲۰۱۷م پورې د پاتې کېدو وخت ورکړی شي چې دوې په اسانۍ سره بیرته ستانه شي )) .

د پاکستان حکومت د روان کال (۲۰۱۶م) د اخرې پورې افغان کډوالو ته په ملک کې په قانوني توګه د پاتې کېدو وخت ورکړی دی .

تېره میاشت پاکستان مېشت د افغان کډوالو مشرانو هم د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د کاروبارونو په راټولولو کې د ستونزو ښکار دي د دوې د پاتې کېدو موده دې وغځول شي .

څیړونکي او د ځینو سیاسي ډلو مشران هم په دې خبره ټینګار کوي چې یو خو په افغانستان کې حالت داسې نه دي چې ټول کډوال دې بیرته ستانه شي او بل دا چې په زور د کډوالو ویستل هم مناسب خبره نه ده د دوې په پُرامنه او باعزته طریقې سره د بیرته لېږلو برابرتیا دې وکړی شي .

په کال ۲۰۱۴م کې پېښور کې په ارمي پبلک سکول د برید وروستو د افغان کډوالو بیرته خپل هېواد ته د لېږلو په خبره زور راوړل کيږي او په وروستیو کې د کډوالو بیرته ستنېدو شمېره ډېره زیاته شوې ده .

د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د شمېرې ترمخه پاکستان کې نزدې ۱۵ لاکه رجسټرډ کډوال مېشت دي او دومره شمېره په غېرقانونه توګه د مېشت افغان کډوالو هم ده ولې دا هم ویل کيږي چې دا کره شمېره نه ده .

XS
SM
MD
LG