لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبايلي سیمې خېبرپښتونخوا کې شامیلږي؟


 د قبايلي سيمو اوسېدونکي اېف سي ار ته تور قانون وايي او د ډېرې مودې راهسې يې د دې د ختمولو لپاره هلې ځلې روانې کړې دي .
 د قبايلي سيمو اوسېدونکي اېف سي ار ته تور قانون وايي او د ډېرې مودې راهسې يې د دې د ختمولو لپاره هلې ځلې روانې کړې دي .

د پاکستان د قبايلي سيمو يا فاټا د اصلاحاتو په اړه خبرې تودې شوي، په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو باندې بحثونه روان دي چې ډېره زر ده د قبايلي سيمو په اړه جوړه د قبايلي مشرانو او حکومتي کمېټي کومې حتمي پرېکړې ته ورسي .

سبا د ګل په ورځ د قبايلي سيمو د پارليمان د غړو او فاټا ريفارمز کمېټۍ غونډه په پلازمینه اسلام اباد کې کېږي چې پکې دغه مشران په ممکنه اصلاحاتو یو کېږي .

د خېبرايجنسۍ نه د پارليمان غړی شاه جي ګل وايي دوي طمع لري چې چې په دې غونډه کې به کمېټۍ د بلدياتي او عدالتي نظام فاټا ته غځولو، لس کليزه ترقياتي پروګرام، ځايي امنیتي ادارو ته اختيارات او په اوږدو کې فاټا په خېبرپښتونخوا کې شاملولو باندې صلاح شي .

شاه جي ګل وايي چې دوي طمع لري په اصلاحاتو به صلاح شي کوم چې به بيا وزيراعظم نوازشريف ته د منظورۍ لپاره لېږل کېږي چې وروستو به يې د قبايلي سیمو اولس د سلو کالو نه زيات د غلامۍ قانون نه خلاص شي .

د وزيراعظم نوازشريف له خوا جوړې پينځه کسيزه اصلاحاتي کمېټۍ د ټولو قبايلي سيمو دورې مکمل کړي او خپل سفارشات يې رایوځاې کړي دي .

د قبايلي سيمې سره تعلق لرونکی وکيل اعجاز مومند وايي تر څو چې قبايلي سيمې د پاکستان د ائين لاندې نه وي راوستل شوي او فاټا په سمدستي توګه خېبرپښتونخوا کې نه وي شامله کړی شوې دغه اصلاحات ورته بې ګټې ښکاري ځکه چې لا تر اوسه په کال ۲۰۱۱م کې په ايف سي ار کې شوي تراميم لا هم نه دي عملي شوي .

اعجاز مومند وايي چې دا خبره په باور سره کووم تر څو چې په قبايلي سيمو کې پوليټيکل او د هغه نظام موجود وي هلته هېڅ قسمه اصلاحات نه شي کاميابېدلی اېف سي ار قانون د تېرو ۱۰۰ کالو نه د زيات وخت راهسې په قبايلي سيمو کې نافذ دی او د پاکستان د ازادېدو وروستو هم د پاکستان ائين دې سيمو ته نه دی غځول شوی .

د قبايلي سيمو اوسېدونکي اېف سي ار ته تور قانون وايي او د ډېرې مودې راهسې يې د دې د ختمولو لپاره هلې ځلې روانې کړې دي .

د قبايلي سيمو د اصلاحاتو يا په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدو په لړ کې د تېرو څو کلونو راهسې روان تحريک زور اخستی دی او تېر کال د نومبر په مياشت کې د قبايلي سيمې د ولسي نمائندګانو ترڅنګ بيلا بيلو سياسي ګوندونو پلازمېنې اسلام اباد ته لاريون هم کړی وو چې پکې دا غوښتنه شوې وه چې قبايلي سيمې دې په سمدستي توګه په خېبرپښتونخوا کې شامل کړی شي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG