لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي: د واده په دستوره چاؤدنه، د مړو شمېره ۵۰ ته رسېدلې


ځايي خلکو ویلي په واده کې په لویه شمېره کې کُردان موجود وو له دې کبله ویل کیږي چې دا برید به داعش کړی وي .
ځايي خلکو ویلي په واده کې په لویه شمېره کې کُردان موجود وو له دې کبله ویل کیږي چې دا برید به داعش کړی وي .

د ترکي چارواکو ویلي د ملک په جنوب ختیځه صوبه غازي غنتاب کې د واده په یوه دستوره کې شوې چاؤدنه کې د مړو شمېره ۵۰ ته رسېدلې ده او ۱۰۰ پورې نور پکې ژوبل شوي دي .

د صوبې ګورنر ویلي دا ترهګر برید دی او د چارواکو په وینا ښکاري چې ځانمرګي ځانته چاؤدنه ورکړې ده .

صدر رجب طیب اردوان د دغه برید غندنه کړې او د برید تور يې د داعش په وسله والو لګولی دی .

د شام سره په پوله پرته صوبه غازي عنتاب کې له دې وړاندې هم ترهګر بریدونه شوي دي .

د تازه برید زمه واري چا نه ده قبوله کړې ولې چارواکي وايي په دې کې کُرد جنګیالي یا تُندروه ډله داعش ککړه معلومیږي .

غازي عنتاب کې زیاتره کردان اوسي، او دا د شام سره په پوله ۶۰ کلومیټره لرې پرته علاقه ده .

ځايي خلکو ویلي په واده کې په لویه شمېره کې کُردان موجود وو له دې کبله ویل کیږي چې دا برید به داعش کړی وي .

کُرد پلوه ډيموکریټک ګوند ویلي چې په واده کې يې د ډلې غړي شریک وو او هلته ښځې او ماشومان هم په غټه شمېره کې موجود وو .

تُرکي په دې وروستیو میاشتو کې پرله پسې د ترهګر بریدونو ښکار شو .

تېره اونۍ دوه بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوی او ۱۲۰ ژوبل شوي وو . تُرک چارواکو د دغو چاؤدنو زمه واري په کُردستان ورکرز پارټۍ وراچولې وه .

دغه ګوند له دې وړاندې هم د تُرکي په پولیس او پوځ باندې بریدونه کړي دي ، او په دغو بریدونو کې زیاتره په جنوب ختیځو کُردانو په علاقو کې ترسره شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG