لاس رسیدونکی لینک

دشامي ځواکونو حسکه کې په کرد سيمو بمباري


 دصدر بشارالاسد دپوځونو لخوا دشوې دغه بمبارۍ له امله په زرګونو خلکو کډې کړي دي.

دصدر بشارالاسد دپوځونو لخوا دشوې دغه بمبارۍ له امله په زرګونو خلکو کډې کړي دي.

شام کې دخانه جنګۍ په مهال شامي جنګي الوتکې دوو ورځو راهسې په کرد سيمو بمباري کوي.

دصدر بشارالاسد دپوځونو لخوا دشوې دغه بمبارۍ له امله په زرګونو خلکو کډې کړي دي.

بل لوري ته پينټاګان ويلي دي دامريکا مشرۍ کې جوړ ايتلاف په ځمکه دموجودو ايتلافي ځواکونو دشامي پوځونو دبمبارۍ څخه بچ کولو او ددغه ځايې څخه راويستلو لپاره الوتکه ليږلې ده.

کال ٢٠١١م کې دخانه جنګۍ دپيل کيدو څخه راپديخوا دکردانو په ضد دغه لمړۍ شامي هوايي عمليات وو چې پکې حکومتي جنګي الوتکو کرد اکثريتي سيمې په نخښه کړي.

دپينټاګون وياند ميجر اينديان رينکن ګيلووى ويلي دي دشام فضايي ځواکونو دحسکه په خواوشا کې ځمکني ځواکونه په نخښه کړي، خو بريدونو کې ايتلافي ځواکونو ته خطره پيښه نه وه کوم چې سيمه کې عمليات کوي.

دوياند وينا ده روس اشاره ورکړې چې دحسکه بريدونو کې روسي الوتکې ککړې نه وې او” مونږ واضحه کړې ده چې دخطرې په صورت کې به دځمکنو ځواکونو دفاع کې ايتلافي الوتکې عمليات کوي”

XS
SM
MD
LG