لاس رسیدونکی لینک

هيواد څخه به دترهه ګرو پټنځايونه له مينځه وړو،جنرال راحيل


 دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار وينا ده جنرال راحيل دا هم وويل چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې پاکستاني پوځ او ولس درنې قربانۍ ورکړيدي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار وينا ده جنرال راحيل دا هم وويل چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې پاکستاني پوځ او ولس درنې قربانۍ ورکړيدي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ټول هيواد کې دترهه ګرو دپټو ځالو دله مينځه وړلو ژمنه کړې ده.

دافغانستان دپولې ترڅنګ خېبرايجنسۍ کې دترهه ګرو په ضد په عملياتو بوختو ځواکونو ته دوينا په مهال جنرال راحيل وويل چې هغوي به تر هاغه وخته خپلې هلې ځلې دوامداره ساتي ترڅو چې دهيواد دهر ګټ څخه دترهه ګرو پټ ځايونه له مينځه نه وي ختم شوي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار وينا ده جنرال راحيل دا هم وويل چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې پاکستاني پوځ او ولس درنې قربانۍ ورکړيدي.

دخېبرايجنسۍ ددورې په مهال جنرال راحيل شريف ته تيراه کې دروانو پوځي عملياتو دپرمختګ په اړه تفصيلي حال احوال هم تير کړل شوى دى.

جنرال راحيل شريف په دغو عملياتو داطمينان څرګندونه وکړه اؤ غريزه سيمه کې يې دتندلارو په ضد عملياتو کې په غوره کارکردګۍ دامنيتي ځواکونو دحوصلې ستاينه وکړه.

جنرال راحيل سيمه کې دترهه ګرو په تګ راتګ دکلک نظر ساتلو او دهغوي دهررقم نقل وحرکت دمخنيوي امر وکړو.

خېبرايجنسۍ ته په رسيدو دپېښور کورکمانډر ليفټننټ جنرل هدايت الرحمان جنرال راحيل شريف ته هرکلى وويلو.

دپاکستان پوځ دروانې مياشتې په ١٦مه نيټه دخېبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دترهه ګرو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې تر دې مهاله دلسګونو جنګيالو دوژنې دعوه شوې خو سيمې پورې ازاده ميډيا رسد نه لري چې دې امله دغه عملياتو کې دواړو خواوو ته داوښتې مرګ ژوبلې په ازادانه توګه پخلى نه شي کيدى.

XS
SM
MD
LG