لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپوځ لخوا خېبرايجنسۍ کې د١١ؤ ترهه ګرو دوژلو دعوه


 دسرچينو ترمخه دزيارت په ورځ دجيټ الوتکو څخه دتيراه په راجګل نومې سيمه کې دترهه ګرو په شکمنو ځالو بمباري شوې ده، دسرچينو وينا ده چې دغه بمبارۍ کې ١٣ جنګيالي وژل شوي او دهغوي شپږ ځالې هم تباه شوي دي.
دسرچينو ترمخه دزيارت په ورځ دجيټ الوتکو څخه دتيراه په راجګل نومې سيمه کې دترهه ګرو په شکمنو ځالو بمباري شوې ده، دسرچينو وينا ده چې دغه بمبارۍ کې ١٣ جنګيالي وژل شوي او دهغوي شپږ ځالې هم تباه شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې جيټ الوتکو دترهه ګرو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې لږ ترلږه ١١ جنګيالي وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار څخه دجاري شوي بيان ترمخه دخېبرايجنسۍ دراجګل په بابر کچکول، نارى ناؤ اؤ تورسپر سيمو کې ترسره شوو عملياتو کې ١١ ترهه ګر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي اؤ ددې ترڅنګ دترهه ګرو اته ځالې هم ړنګې کړى شويدي.

دجيټ الوتکو څخه دترهه ګرو په شکمنو ځالو دغه بمباري يوه ورځ وروستو له هغې وشوه چې تيره ورځ تيراه کې دتندلارو په ضد په عملياتو په بوختو عسکرو يوه بمي چاودنه وشوه چې پکې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وؤ.

پاکستاني ځواکونو دخېبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دورانکارو په ضد دتيرو څو ورځو راهسې ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي چې پکې دلسګونو جنګيالو دوژنې دعوه شوې خو سيمې پورې ميډيا رسد نه لري چې له دې امله دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتونکې مرګ ژوبلې په ازادانه توګه پخلى نه شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG