لاس رسیدونکی لینک

ترکي : بمي چاودنه کې درې کسان وژل شوي،٤٠ ژوبل


 دوان دمرستيال ګورنر مهمت پارکر وينا ده چې دغه بريد کې دپوليسو هيډکوارټرز په نخښه کړل شوى.

دوان دمرستيال ګورنر مهمت پارکر وينا ده چې دغه بريد کې دپوليسو هيډکوارټرز په نخښه کړل شوى.

دترکي ختيځ ښار وان کې دزيارت په ورځ يوه موټري بم چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ٤٠ نور ژوبل شوي دي،دچارواکو وينا ده دغه بريد دسيمه ييزې تندروه ډلې کردستان ورکرز پارټۍ( پي کى کى) لخوا ترسره شوى.

دوان دمرستيال ګورنر مهمت پارکر وينا ده چې دغه بريد کې دپوليسو هيډکوارټرز په نخښه کړل شوى.

دهغه وينا وه چې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ژوبل شوو ٤٠ؤ کسانو کې دوه پوليس شامل دي.

دتيرکال په نيمايي کې داوربند ديو تړون دناکاميدو وروستو دپي کى کى لخوا په ترک امنيتي ځواکونو ګڼ شمير بريدونه ترسره شوي دي چې پکې په سلګونو پوليس او عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG