لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف ار بنو کې چاؤدنې یو کډوال ماشوم وژلی


اېف ار بنو د شمالي وزیرستان او بنو ترمنځ پرته نیمه قبايلي سیمه ده .
اېف ار بنو د شمالي وزیرستان او بنو ترمنځ پرته نیمه قبايلي سیمه ده .

د شمالي وزیرستان او بنو ترمنځ پرته نیمه قبايلي سیمه اېف ار بنو کې نن سهار ماشومانو باندې د خشاک راټولو په وخت بم چاؤدلی ، یو کډوال ماشوم يې وژلي او یوه ماشومه يې ژوبله کړې ده .

د اېف بنو د چارواکو په وینا دغه پېښه د بکاخېلو په ټوچي علاقه کې په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې د شمالي وزیرستان د کډوال شوې یوې کورنۍ ماشومانو خشاک راټولولو .

چارواکو ویلي ماشومانو ته بم په لاس ورغلی او چاؤدلی دی ، چې له امله یې سېدرحمان نومې ماشوم وژل شوی او هغه سره بله ماشومه ژوبل شوې ده ، د چارواکو په وینا د ماشومانو عمرونه اندازاً لس کاله دي .

په کال ۲۰۱۴م کې شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو په ضد پوځي عملیاتو له کبله د لاکونو په شمېره کې خلک کډوال شوی چې زیاتره یې په بنو او د خېبرپښتونخوا بېلابیلو سیمو ته ستون شوي وو.

د چارواکو په وینا سیمه شمالي وزیرستان د وسله والو څخه پاک کړی شوی ولې په کډوالو کې زیاتره اوس هم لا خپلو سیمو ته بیرته نه دي ستانه شوي .

له دې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې دغه ډول پېښې رامنځته شوي په زمکه کې ښخ بمان په خلکو او څاروؤ باندې چاؤدلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG