لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د پاکستان او هند ډاډګېرنه کوؤ، امریکا


مارک ټونر ویلي دا مهمه ده چې پاکستان نه یواځې په ملک کې دننه بلکې په سیمه کې هم د ترهګرۍ د مخې نیولو دپاره ممکن ګامونه پورته کړي .
مارک ټونر ویلي دا مهمه ده چې پاکستان نه یواځې په ملک کې دننه بلکې په سیمه کې هم د ترهګرۍ د مخې نیولو دپاره ممکن ګامونه پورته کړي .

د امریکې د خارجه محکمې ویاند ویلي ملک به یې د پاکستان او هند ترمنځ د خبرو اترو او ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د مرستو ډاډګېرنه کوي .

د هند د ولقې لاندې کشمير کې په تازه شخړه د پاکستان او هند د تاؤژنو اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د امریکې د خارجه محکمې ویاند ویلي ٫٫ مونږ څو ځله وړاندې هم ویلي دي چې خبري اترې د دواړو ملکونو او سیمې په ګټه دي او دا د امريکې دپاره هم فايده لري٬٬ .

خبري غونډې ته په وینا کې مارک ټونر ویلي دا مهمه ده چې پاکستان نه یواځې په ملک کې دننه بلکې په سیمه کې هم د ترهګرۍ د مخې نیولو دپاره ممکن ګامونه پورته کړي .

هغه ویلي د دې دپاره دا هم مهمه ده چې د دواړو ملکونو ترمنځ پراخه مرستې او خبرې اترې وي ، هغه ویلي ملک به يې په دغه لړ کې د هر ډول هڅو ډاډګېرنه کوي .

د پاکستان د خارجه چارو مشاور سرتاج عزیز په یو بیان کې ویلي چې پاکستان د کشمیر مسله د خبرو اترو د لارې هوارول غواړي ولې د هغه په وینا هند په دغه لړ کې د خپلو زمه وارو نه په شا کیږي .

روانه اونۍ د پاکستان سیکرټري خارجه خپل هندي سیال ته د کشمير په مسله د خبرو دپاره د اسلام اباد راتلو رسمي بلنه ورکړې او په دغه لړ کې يې اسلام اباد کې د هند هايي کمشنر ته خط هم ورکړی ؤ.

خارجه وزارت ویلي په دغه خط کې دا خبره راپورته کړی شوې چې د دواړو ملکونو دا نړيواله زمه واري ده چې د کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د قراردادونو ترمخه هواره کړی شي .

د پاکستان د خارجه سیکرټري د خط نه وړاندې د هند د خارجه وزارت ویاند وکاس سواروپ په یو بیان کې ویلي ؤ چې ملک یې د پاکستان سره په ټولو مسلو خبرو ته تیار دی خو د خبرو د پېل نه وړاندې يې ځينې شرطونه اېښودي وو .

په شرطونو کې ویل شوي چې پاکستان دې نه یواځې د پولې د پورې غاړې نه د راپارونو مخه ونیسي بلکې ( د حافظ سعيد او صلاح الدین) د ملاتړ نه دې هم لاس واخلي . وکاس سواروپ په خپل بیان کې دا هم ویلي چې د خبرو نه وړاندې دې پاکستان د پټهان کوټ او ممبۍ بم بریدونو پلټنې مخ په وړاندې بوځي .

پاکستان وايي په کشمير کې لاس وهنه نه کوي البته د کشمیریانو د مبارزې اخلاقي او سفارتي ملاتړ به دوامداره ساتي .

روانه د خپلې ازادۍ د ورځې په مناسبت راجوړې دستورې ته په وینا کې د هند وزیراعظم نریندرا مودي پاکستان باندې نیوکې کړې وې او ویلي یې ؤ چې وګورئ هلته ترهګري ستايل کیږي .

سرتاج عزیز د نریندرا مودي بیان ته په غبرګون کې ویلي ؤ چې هغه د اونو راهسې کشمیر کې د روانو حالاتو نه مخ بل لور ته اړول غواړي .

تېره میاشت د هند د ولقې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو د لاسه وژل شوی بیلتون خوښي کمانډر برهان واني ته وزیراعظم نوازشریف شهید ویلي ؤ او هند يې په ځواب کې ویلي ؤ چې د ترهګرو نه د اتلانو جوړولو لړۍ دې بنده کړی شي .

هندي کشمیر کې د تېرې میاشتې راهسې د روان اړي ګړي په ترڅ کې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوي او د یو بل په ضد سخت بیانونه ورکوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG