لاس رسیدونکی لینک

ایراني ځواکونو عراق سره په پوله د داعش درې جنګیالي وژلي، تهران


ایراني چارواکو ویلي ځواکونو يې د داعش شپږ پلویان هم نیولي دي او وسله یې ترې ترلاسه کړې ده .

ایراني چارواکو ویلي ځواکونو يې د داعش شپږ پلویان هم نیولي دي او وسله یې ترې ترلاسه کړې ده .

د ایران امنیتي چارواکو د عراق پولې سره نزدې سیمه کې د داعش سره اړونده درې کسان وژلي دي .

د ایران سرکاري خبري ادارې (ارنا) د کرمان شاه صوبې د ګورنر له خلې ویلي چې دغه کسان د عراق د پولې نه ۶۰ کلومیټره لرې صوبې په یوه سیمه کې یو کور کې پټ شوي وو .

ایراني چارواکو ویلي ځواکونو يې د داعش شپږ پلویان هم نیولي دي او وسله یې ترې ترلاسه کړې ده .

د ایران د استخباراتو وزیر سیدمحمودعلوی ایراني رسنیو سره خبرو کې ویلي چې ځواکونو یې د داعش یو (مهم) غړی وژلی دی او د عراق نه ایران ته د داخلېدونکو داعش جنګیالو هڅه يې ناکامه کړې ده .

د عراق سره په پوله د کرمان شاه په غریيزه علاقه کې زیاته ابادي د سُني کردانو ده ، او د هلته نه د شیعه اکثریتي ملک ایران په ضد د وسله والو عملیاتو هڅې کیږي .

ایراني چارواکي وايي د داعش جنګیالو يې په وروستیو میاشتو کې ملک په نخښه کړی دی . د داسې عملیاتو هڅې په داسې وخت کې کيږي چې په عراق او شام کې د ایران د عسکرو شتون سېوا کیږي .

د امریکايي اتحاد د فضايي عملیاتو او روس په مشرۍ کېدونکو حملو له امله عراق او شام کې داعش کمزوری کیږي .

ایراني چارواکو تېره اونۍ ۲۰ داسې کسان په دار ځړولي دي چاته چې داعش سره د تړاؤ په سر د مرګ سزا اورول شوې وه .

XS
SM
MD
LG