لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل د١١ؤ ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى


 دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ( ايي ايس پي ار) وينا ده چې دغه مجرمان دترهه ګرۍ او نورو سختو جرمونو کې ککړ وؤ.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ( ايي ايس پي ار) وينا ده چې دغه مجرمان دترهه ګرۍ او نورو سختو جرمونو کې ککړ وؤ.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د١١ؤ ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى دى.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ( ايي ايس پي ار) وينا ده چې دغه مجرمان دترهه ګرۍ او نورو سختو جرمونو کې ککړ وؤ.

دکومو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى چې شوې دپوځ له لوري دهغوي تفصيل څه دارقم ورکړل شوى.

فضل ربي دفضل غفور ځوې ، محمد شير دزارى ځوې ، لطيف الرحمان دسيف الرحمان ځوې ، محمد عادل دمحمد اکبر خان ځوې، اسرار احمد دعبدالرحمان ځوې، عبدالمجيد دخونا مولا ځوې، حضرت علي دفضل ربي ځوې، ميا اسد اعظم دميا سيد جعفرځوې اؤ قيصر خان دحبيب خان ځوې دپاکستاني طالبانو فعاله غړي پاتې شوي ، هغوي په په ولسي وګړو، پوليسو او پاکستاني پوځ بريدونو کې ککړ دي او دعدالت په وړاندې يې دخپلو جرمونو اعتراف کړى په کوم چې هغوي ته دمرګ سزاګانې ورکړى شويدي.

پېښور کې په ۱۶م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول د طالبانو حمله کې د ۱۳۳ ماشومانو په ګډون د ۱۴۹ کسانو د وژنې وروستو پاکستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدونو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړى شوي وو.

پاکستان کې ددغو پوځي عدالتونو په جوړول کيدو دقانون پوهانو او بشري حقونو دډلو له لوري نيوکې شوې وې ، دبشري حقونو ډلو ويلي وو پاکستان دوړاندې څخه دترهه ګرۍ دمخنيوي او عامو عدالتونو موجودګۍ کې پوځي عدالتونو جوړولو ته ضرورت نشته خو دپاکستان حکومت بيا دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو ته اړتيا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG