لاس رسیدونکی لینک

خېبرايجنسۍ: دترهه ګرو دتګ راتګ مخنيوي لپاره اضافي عسکر پځايې کړل شوي


 دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ايي ايس پي ار) ترمخه دخېبرايجنسۍ په راجګال علاقه کې اضافي عسکر ځايې پځايې کړل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ايي ايس پي ار) ترمخه دخېبرايجنسۍ په راجګال علاقه کې اضافي عسکر ځايې پځايې کړل شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قباييلي سيمې خېبرايجنسۍ ته دترهه ګرو دداخليدو دمخې نيولو لرې پرته سيمه تيراه کې اضافي عسکر پځايې کړل شوي او دجيټ الوتکو څخه دترهه ګرو په شکمنو ځالو ګوله باري هم شوې ده.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ايي ايس پي ار) ترمخه دخېبرايجنسۍ په راجګال علاقه کې اضافي عسکر ځايې پځايې کړل شوي دي.

دبيان ترمخه ددغو اضافي عسکرو دپځايې کولو مقصد دخېبرايجنسۍ دلوړو غرونو ترمينځ هرموسم کې دکارول کيدونکو درو له لارې دترهه ګرو دتګ راتګ مخنيوى کول دي.

بل لوري ته دامنيتي سرچينو وينا ده چې دخېبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په خيربه، ستارکلي او راجګال کې دترهه ګرو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو څخه بمباري شوې ده خو پکې دمرګ ژوبلې په اړه تر دې مهاله اطلاعات نه دي ترلاسه شوي.

په ډاګه دې وي چې خېبرايجنسۍ کې دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شوي چې دپاکستاني چارواکو لخوا اوسنو مياشتو کې بيا بيا دا خبره شوې چې هيواد کې دترهه ګرۍ په ضد دروانو عملياتو کاميابۍ لپاره ضروري ده چې افغانستان سره دلګيدلو پولو څارنه سخته کړى شي.

دپاک افغان پولې څارنې ښه کولو لپاره ددواړو هيوادونو ترمينځ په ګډه پوله تورخم پاکستان دخلکو دتګ راتګ منظمولو لپاره يو ګيټ هم جوړ کړى په کوم چې دافغانستان لخوانيوکې او مخالفت شوى.

پاکستاني چارواکو ويلي په ګڼو نورو مقاماتو به هم دغه رقم ګيټونه جوړولى شي.

XS
SM
MD
LG