لاس رسیدونکی لینک

داعش په زابل کې مرکز جوړ کړی


راپورونه وايي دغه ضلع خواؤشا د ۱۳ کالو راهسې د طالبانو په لاس کې ده .

راپورونه وايي دغه ضلع خواؤشا د ۱۳ کالو راهسې د طالبانو په لاس کې ده .

داعش ډلې د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان زابل صوبې په خاک افغان (ولسوالۍ) ضلع کې د جنګیالو استخدام (بهرتي) کولو او روزنې مرکز جوړ کړی دی .

راپورونه وايي دغه ضلع خواؤشا د ۱۳ کالو راهسې د طالبانو په لاس کې ده .

د سيمې د خلکو په وینا په وړومبو ورځو کې دوې په دې نه ؤ خبر چې د داعش پلویان ضلعې ته د کوم مقصد دپاره ورغلي دي د دوې په وینا ( دا کسان ډېرې پېسې لري، قیمتي جايدادونه اخلي، او په بازار کې د څیزونو اخستو په وخت دومره پېسې ورکوي چې څومره ترې وغوښتل شي) .

د زابل د صوبايي شورا رئيس عطا محمد حق بیان وايي،چې اوس داعش د خاک افغان په ضلع کې خپل مرکز جوړ کړی او د سیمې خلک روزي او د ځان سره یې یو ځاې کوي . حق بیان زیاتوي چې " دغه وسله وال زښته زیاتې پیسې لري او د سیمې خلک غریب دي او همدا وجه ده چې ښایي ډیر په آسانۍ به جذب شي. "

حق بیان وایي د مرکزي حکومت نه یې غوښتي دي چې د زابل د ولایت نه دې د داعش په ایستلو کې مرسته وکړي خو زیاتوي چې " هیڅوک يې خبره نه اوري. "

د صوبايي شورا رئیس وايي چې د ځایي چاراکو سره دا ثبوت شته چې په زابل کې دغه وسله والې ډلې په عراق کې د داعش سره دوامداره اړیکې نیسي او د هغوي لخوا ورسره مالي مرستې هم کیږي.

د زابل د پولیس مشر میرویس نورزی هم وایي چې د خاک افغان په ولسوالۍ کې د داعش جګړه ماران ښه مجهز دي او د سټلایټ ټکنالوژۍ نه کار اخلي. ښاغلی نورزی هم د هغوي د روزنې او استخدام د کمپ موجودیت تائیدوي."

د زابل په ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې موجودیت ته هغه وخت د خلکو زیات پام شو کله چې دې ډلې تېرکال د نومبر په میاشت کې اوه هزاره ګان وتښتول او بیا یې په بې رحمۍ ووژل.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن وایي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف د افغانستان د امنیتي ځواکونو په جګړې کې د دې ډلې په سلګونو مشران او جنګیالي وژل شوی دي .

جنرال جان نکلسن وایي چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش په خلاف د عملیاتو له وجې دې ډلې جنوب خوا ته مخه کړې خو معلومه نه ده چې ایا هغوي به د زابل صوبې او یا کومې بلې خوا ته تللي وي.

امریکایي چارواکي وایي چې ښایي د افغانستان په ختیځ کې به داعش پنځلس سوه یا درې زره جګړه ماران ولري چې اکثره یې د پاکستاني طالبانو پخواني غړي دي.

د زابل صوبايي چارواکي په سیمه کې د داعش په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي خو په افغانستان کې د نېټو ځواکونو ویاند برید جنرال چارلز کلیولنډ وایي د امریکا پوځي استخباراتو تر اوسه داسې شواهد نه دي موندلي چې د زابل په ولایت کې د داعش موجودیت ثابت کړي.

XS
SM
MD
LG