لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک کې د جومات امام سره د ملګري وژل شوی


امریکا کې د مسلمانانو د حقونو تر ټولو غټ تنظيم (کیئر) په پېښه افسوس څرګند کړی او د لاریون کولو يې ویلي دي .
امریکا کې د مسلمانانو د حقونو تر ټولو غټ تنظيم (کیئر) په پېښه افسوس څرګند کړی او د لاریون کولو يې ویلي دي .

د امریکې په نیویارک په ښار کې د یو جومات امام او هغه سره ملګری په ډزو وژل شوي دي . چارواکو ویلي دغه پېښه د ځاې وخت ترمخه د ماسپخین نه وروستو د کوئنز په علاقه کې رامنځته شوې ده .

پولیس ویلي په دغو دواړو کسانو د شا اړخ نه ډزې شوي او برید کوؤنکی د موقعې څخه په تېښته کې بریالی شوی دی .

د نیویارک پولیس ویاند ټیفي فلپس ویلي پېښه کې تراوسه پورې څوک نیول شوي نه دي او نه د برید علت معلوم شوی دی .

وژل شوي ۵۵ کلن امام مولانا اخون جي او ۶۴ کلن طهارالدین نومیږي .

امریکا کې د مسلمانانو د حقونو تر ټولو غټ تنظيم (کیئر) په پېښه افسوس څرګند کړی او د لاریون کولو يې ویلي دي .

په نیویارک کې د تنظيم غړي ناشر خبري ادارې ( رویټرز) ویلي دوې په پېښه د خفګان څرګندولو ترڅنګ د انصاف غوښتنه هم کوي .

کیئر د (الفرقان جومات) نه بهر خبري غونډه هم کړې ده ، چرته چې دغو کسانو مونځ ادا کړی ؤ .

یو بیان کې د پولیس مرستیال انسپکټر هنري سوټنر ویلي ، پوليس د علاقې ویډیو او عیني شاهدینو په مرسته لټون پېل کړی دی .

پېښه کې د وژل شوي امام په اړه وئيل کیږي چې هغه څو کاله وړاندې د بنګله دېش نه دلته راغلی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG