لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې پښتانه په قانوني ميدان کې یتیمان شو، امین الله کاکړ


امین الله کاکړ د کویټې په برید کې ژوبل شوی او د کراچۍ په روغتون کې يې درملنه روانه ده .
امین الله کاکړ د کویټې په برید کې ژوبل شوی او د کراچۍ په روغتون کې يې درملنه روانه ده .

په کويټه کې پینځه ورځې وړاندې شوي ځانمرګي برید کې ژوبل شوی د سترې محکمې وکیل امین الله کاکړ وايي په دغه برید کې د سر پښتانه وکیلان وژل شوي دي .

کاکړ چې خپله په دغه برید کې ژوبل شوی او د نورو ژوبلو وکیلانو او عامو کسانو سره د علاج دپاره کراچۍ ته راوړل شوی دی ، وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره ځانګړې مرکه کې یې د برید د سترګو لیدلی حال ویلي دی .

هغه ویلي دا برید د یو جوړ شوي پلان لاندې ترسره شوی ځکه چې یو وکیل په هدف کړی شو او نور چې روغتون ته راټول شو هلته پرې برید وشو ، ووژل شو .

نوموړی په برید کې د وکیلانو وژنه لوې زیان ګڼي او وايي،

٫٫ د کويټې په برید کې د بلوچستان صوبې او په ځانګړې د پښتنو دومره لويې تاوان شوی شاید چې دا په نیمه صدۍ کې پوره نه شي ، کوم وکیلان چې په دغه برید کې شهیدان شو په دوې کې اکثره د سترې محکمې وکیلان ؤ او دوېم دا چې دوې خپل یو نظر درلود، د یو مقصد دپاره يې مبارزه کوله، د دغو وکیلانو وژنه داسې ده لکه د شودو (پيو) نه چې پېروی اوباسې، او زه په دې نتیجه رسېدلی یم چې بلوچستان او په ځانګړې پښتانه د قانون په مېدان کې یتیمان شو،، .

امین الله وايي هغه نه ګڼي چې په ژوندانه يې د وکیلانو د وژنې له امله رامنځته شوې خلا پوره شي ، د هغه په وینا ځکه چې دغو وکیلانو پينځه ویشت کاله هلې ځلې کړي دوې نه یواځې وکیلان ؤ بلکې د قوم په حواله يې نظر لرلو دوې په عدالت کې د اولس د ګټو کېسونه چلول هغوې به د علاقې مسلې راپورته کولې او په ستره محکمه کې يې د صوبې استازیتوب کولو .

نوموړی وايي د هغه په خیال ملک او صوبه یو بدلون پله ځي او د بدلون دپاره يې قرباني د وکیلانو څخه واخسته ، نوموړی غوښتنه کوي که بدلون راوستلی شي، رادې شي خو د اولس په وینه دې نه راوستل کیږي .

په کراچۍ کې د ډيوه ریډیو خبریال فضل عزیز د امین الله کاکړ سره تفصیلي مرکه کړې په لاندیني لنک کې يې واورئ ،

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:07 0:00
Direct link


  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG