لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستانۍ چورلکې عمله راخوشې کړل شوې


 دپاکستان دبهرنو چارو وزارت دخالي په ورځ پخلى کړى چې چورلکه کې ناست پينځه پاکستانيان او يو روسي وګړى اسلام اباد ته رسيدلي دي.
دپاکستان دبهرنو چارو وزارت دخالي په ورځ پخلى کړى چې چورلکه کې ناست پينځه پاکستانيان او يو روسي وګړى اسلام اباد ته رسيدلي دي.

دافغانستان لوګر ولايت کې تيره اوونۍ دپاکستاني چورلکې دبيړنۍ ناستې څخه وروستو دچورلکې تښتول شوې عمله راخوشې کړې شوې ده.

دپاکستان دبهرنو چارو وزارت دخالي په ورځ پخلى کړى چې چورلکه کې ناست پينځه پاکستانيان او يو روسي وګړى اسلام اباد ته رسيدلي دي.

دخارجه وزارت وياند ويلي دچورلکې عمله دپاکستان او افغانستان په ګډه پوله دقبايلي مشرانو په مرستې سره راخوشې کړى شوې ده.

دوياند ترمخه دچورلکې له لارې ټول کسان دقبايلي سيمې څخه اسلام اباد ته رارسول شوي او دغه ټول کسان محفوظ او روغ رمټ دي.

خو دپاکستانۍ چورلکې دعملې دراخوشې کيدو لړ کې نور تفصيلات نه دي ښودل شوي.

دپاکستاني چارواکو لخوا ويل شوي وو دقبايلي مشرانو په مرستې او دنورو سرچينو له لارې دچورلکې دعملې راخوشې کيدو لپاره هڅې کولى شي.

دپاکستان دپنجاب دحکومت يوه ايم ايي -١٧ چورلکه تيره اوونۍ دازبکستان په لاره روس ته روانه وه چې دافغانستان په لوګر ولايت کې يې بيړنۍ ناسته وکړه، ددغه چورلکې عمله طالبانو دځان سره بوتللې وه.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف او دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ددغه الوتکې دراخوشې کولو لپاره افغان حکومت سره رابطه کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG