لاس رسیدونکی لینک

که په ايکشن پلان عمل ونه کړى شو ترهه ګري به دوامداره وي، جنرال راحيل

 دجنرل راحيل شريف په مشرۍ دپاکستاني پوځ مرکز( جي ايچ کيو) پينډۍ کې ترسره شوې غونډه کې پوځي افسرانو ګډون کړى او پکې شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب او دترهه ګرۍ دمخنيوي دملي تګلارې دپرمختګ په اړه جاج اخستل شويدى.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هيواد کې دترهه ګرۍ دمخنيوي په ملي تګلاره په چټک عمل درامد نه کيدو دمايوسۍ څرګندونه کړې ده او خبردارى يې ورکړى دى چې که چرې په دغه تګلاره عمل ونه شو نو ترهه ګري به همدغه رقم روانه وي.

دجنرل راحيل شريف په مشرۍ دپاکستاني پوځ مرکز( جي ايچ کيو) پينډۍ کې ترسره شوې غونډه کې پوځي افسرانو ګډون کړى او پکې شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب او دترهه ګرۍ دمخنيوي دملي تګلارې دپرمختګ په اړه جاج اخستل شويدى.

دپوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار ترمخه غونډې ته دوينا په مهال جنرال راحيل شريف وويل دترهه ګرۍ دمخنيوي په ملي تګلاره دعمل درامد نه کيدو له امله ضرب عضب عمليات اغيزمن شويدي.

جنرال راحيل وويل هغوي داوږدې مودې راهسې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کوي کومه چې اوس پاې ته نزدې شوې ده او هغوي به دخپلې خاورې څخه ترهه ګري له مينځه وړي.

جنرال راحيل وويل چې دخاميو دلرې کولو پرته دامن او ثبات خوب نه شي پورته کيدى او په ټولو ادارو يې غږ وکړو چې دتندلاريتوب خاتمه دې باوري کړي.

هغه وويل دترهه ګرۍ په ضد دهغوي دهڅو برياليتوب لپاره مربوط ملي غبرګون ته اړتيا ده.

غونډه کې دا هم ويل شوي چې دځينو حلقو لخوا پارونکي بيانونه دترهه ګرۍ په ضد روانو هلو ځلو لپاره زيانمن دي.

دايي ايس پي ار له لوري دجنرال راحيل شريف ددغه بيان سپيناوى نه دى شوى خو تيره اوونۍ کويټه کې دخونړي ځانمرګي بريد څخه وروستو دقومي اسمبلۍ غونډه کې دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزي او ځينو نورو قانون سازانو دهيواد داستخباراتي ادارو په کارکردګۍ پوښتنې راولاړې کړې وې.

خو دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په استخباراتي ادارو او امنيتي ځواکونو نيوکې رد کړې وې.

وزيراعظم نوازشريف هم دقومي اسمبلۍ غونډې ته دوينا په مهال ويلي وو هغوي به هيواد څخه ترهه ګري ختموي.

XS
SM
MD
LG