لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد: په ايکشن پلان عمل درامد لپاره دکاري ډلې جوړولو پريکړه


 دترهه ګرۍ دمخنيوي په ملي تګلاره عمل درامد لپاره جوړيدونکې کاري ډله کې به دټولو اړونده ادارو او وفاقي او صوبائي ادارو لوړپوړي افسران شامل وي.

دترهه ګرۍ دمخنيوي په ملي تګلاره عمل درامد لپاره جوړيدونکې کاري ډله کې به دټولو اړونده ادارو او وفاقي او صوبائي ادارو لوړپوړي افسران شامل وي.

دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دپاکستان دسياسي او عسکري مشرانو يوه غونډه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي په ملي تګلاره عمل درامد لپاره دلوړې کچې ديوې کاري ډلې دجوړولو پريکړه شوې ده.

دترهه ګرۍ دمخنيوي په ملي تګلاره عمل درامد لپاره جوړيدونکې کاري ډله کې به دټولو اړونده ادارو او وفاقي او صوبائي ادارو لوړپوړي افسران شامل وي.

په دغه اړه دوزيراعظم ددفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه غونډه کې دغيرملکي ايجنسو( دهلو ځلو) مخنيوي لپاره دمربوطې او موثرې تګلارې دخپلولو پريکړه شوې ده او ددغه مقصد لپاره به استخباراتي ادارو ته ټولې ضروري وسيلې هم ورکولى شي.

دوزيراعظم په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، دملي امنيت مشاور ليفټننټ جنرال(ر) ناصر خان جنجوعه، دايي ايس ايي مشر ليفټننټ جنرال رضوان اختر، خارجه سکتر سرتاج عزيز، دانټلي جنس بيورو( ايي بي) مشر افتاب سلطان، ميجر جنرل محمد همايون سليم، ميجر جنرل طارق قدوس، ډي جي ملټري انټلي جنس( ايي بي) ميجر جنرل نديم ذکي منج او ډي جي ملټري اپريشنز ميجر جنرل ساحر شمشاد مرزا، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، دخزانې وزير اسحاق ډار او نورو مشرانو ګډون وکړو.

دغونډې برخه والو په دې خبره اتفاق کړى چې پاکستان کې به دامنيت ټينګښت دحکومت او ټولو رياستي ادارو لمړۍ ترجيح وي او دهيواد دهرګُټ څخه به دترهه ګرۍ او تندلاريتوب جرړې ويستل کيږي.

وزيراعظم نوازشريف ويلي دي دپاکستان دخاورې څخه دترهه ګرۍ دخاتمې لپاره دګټورو او په وخت دکارروايو اړتيا ده.

راتلونکې اوونۍ کې به دغه لړ کې يوه غونډه کيږي چې پکې به صوبايي وزيراعلي ګانو ته هم بلنه ورکولى شي.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې څو ورځې وړاندې دبلوچستان ايالت په سرښار کويټه کې يو خونړي ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٧٠ کسان ووژل شول او د١٠٠ؤ څخه زيات ژوبل شول.

ددغه ځانمرګي بريد څخه وروستو پاکستان کې مخالفو ګوندونو دهيواد دامنيت دبدې وضعې په اړه په حکومت سختې نيوکې کړيدي.

XS
SM
MD
LG