لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه کې دقاضي په کاروان بمي چاودنه ،١٣ کسان ژوبل

 دغه چاودنه دمرکزي کويټې په زرغون روډ هاغه مهال وشوه کله چې دغه دوفاقي شرعي عدالت دقاضي ظهور احمدشاهواني کاروان تيريدو، چاؤدنه کې قاضي شاهواني محفوظ پاتې شوى خو دهغه کاروان کې شامل دپوليسو يو ګاډي ته زيان رسيدلى او پکې سپاره دترهه ګرۍ دمخنيوي څلور عسکر ژوبل شول.

دپاکستان دناقراره ايالت بلوچستان سرښار کويټې کې دزيارت په سحر ترسره شوې يوه بمي چاودنه کې دعسکرو په ګډون لږ ترلږه ١٣ کسان ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه دمرکزي کويټې په زرغون روډ هاغه مهال وشوه کله چې دغه دوفاقي شرعي عدالت دقاضي ظهور احمدشاهواني کاروان تيريدو، چاؤدنه کې قاضي شاهواني محفوظ پاتې شوى خو دهغه کاروان کې شامل دپوليسو يو ګاډي ته زيان رسيدلى او پکې سپاره دترهه ګرۍ دمخنيوي څلور عسکر ژوبل شول.

امنيتي ځواکونه او امدادي کارکوونکي دچاؤدنې څخه وروستو دپېښې ځايې ته ورسيدل او ژوبل کسان يې روغتون ته ورسول.

دبلوچستان داخله وزير سرفراز بګټي خبريالانو ته ويلي دغه چاودنه دريموټ کنټرول له لارې شوې ده.

هغه وويل دا يو مصروف سړک دى دکوم ګټه چې ترهه ګرو پورته کړې، هغوي دبم ښخولو وروستو په موټر سايکل تښتيدلي، دچاودنې مقصد بلوچستان کې دازادۍ دورځې دستورې تالا ترغه کول دي، خو دې سره به زمونږ حوصلې ماتيږي نه

هغه وويل دامنيتي انتظاماتو جاج اخستل کيږي او اولس ته به حقيقي معنو کې بدلون په نظر راشي.

ددغه پېښې مسؤليت تر دې چا په غاړه نه ده اخستې خو بلوچستان کې دترهه ګرو ترڅنګ بيلتون خوښو ډلو هم تيرو وختونو کې دغه رقم کارروايۍ ترسره کړيدي.

دغه چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې بلوچستان کې دګل په ورځ سول روغتون کې ترسره شوي يو خونړي ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٧٠ کسان وژل شوي او د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه ځانمرګي بريد ذمه واري دطالبانو څخه بيلې شوې ډلې جماعت الاحرار او تندروه ډلې داعش قبوله کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG