لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضدجنګ به په هر قیمت سرته رسوؤ، نوازشریف


وزیراعظم ویلي د ملک نه د ترهګرۍ د نوغي ویستو دپاره به ټول وسايل کارولی شي او د دښمن نظريې ته به ماتې ورکولی شي .
وزیراعظم ویلي د ملک نه د ترهګرۍ د نوغي ویستو دپاره به ټول وسايل کارولی شي او د دښمن نظريې ته به ماتې ورکولی شي .

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ویلي د ترهګرۍ په ضد جنګ به په هر قیمت منطقي انجام ته رسولی شي . هغه ویلي د ملک استخباراتي ادارې شپه او ورځ د ملک دښمنانو ته د ماتې ورکولو دپاره کار کوي .

وزیراعظم نوازشریف نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ ملک کې د ترهګرۍ په ضد د جوړې قامي تګ لارې په اړه د لوړ پوړو چارواکو سره یوې غونډې وروستو قامي اسمبلۍ ته په وینا کړې ، او د ګل په ورځ کويټه کې ترسره شوی برید يې غندلی دی .

وزیراعظم ویلي کويټه کې ترهګر برید ټول قوم غمژن کړی ولې دغه ډول پېښې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د قوم عزم نه شي ماتولی ، هغه ویلي د پاکستان پوځ او سیاسي مشرتابه د ترهګرۍ د لعنت ختمولو دپاره یو موټی دي .

نوموړی ویلي د ملک نه د ترهګرۍ د نوغي ویستو دپاره به ټول وسايل کارولی شي او د دښمن نظريې ته به ماتې ورکولی شي .

د وزیراعظم په وینا د کويټې برید هغه ذهنیت کړی دی ( چا چې بېنظیربهټو وژلې، صفورا ګوټ کې يې اسماعیلي ورورولۍ سره تعلق لرونکي په هدف کړي، بلوچستان کې يې د هزاره ورورولۍ غړي وژلي، پېښور کې يې چرچ په نخښه کړی، د پېښور ارمي پبلک سکول کې يې بې ګناه ماشومان په هدف کړي، او په ملک کې د هر مکتبه فکر سره تعلق لرونکو د سر کسانو ترڅنګ يې لږکۍ د ترهګرۍ ښکار شوي دي ) .

هغه ویلي دې ذهنیت یا سوچ ته به ماتې ورکوؤ ځکه چې دا د پاکستان دښمن دی .

نوموړي زیاته کړې چې د دښمن نه د پاکستان او چین اقتصادي راهداري منصوبه نه هضمیږي او د دغه دښمن په ضد یو کېدل پکار دي .

هغه ویلي ضرب عضب اپرېشن ملي ایجنډا ده او په هر قیمت به سرته رسولی شي .

پارلمان ته په وینا کې د کورنو چارو مرکزي وزیر چوهدري نثارعلي خان هم وينا کړې او ویلي يې دي د کويټې د برید په لمړو پلټنو کې ابتدايي شواهد ترلاسه شوي دي .

چوهدري نثار د چا د نوم اخستو پرته ویلي، د نهې په ورځ پارلمان کې د استخباراتي ادارو په اړه شوې ویناوې د قبلولو نه دي ، هغه ویلي د ادارو په ضد وینا کوؤنکي دې د هند استخباراتي ادارې (را) په ضد هم بیان ورکړي .

د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ ته په وینا کې د پښتون قام پرست ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اچکزي ویلي ؤ چې په کويټه کې ترسره شوی برید د استخباراتي ادارو ناکامي ده .

ښاغلي د وزیراعظم نه غوښتي ؤ چې امنیتي ادارو ته دې د دغه پېښې پلټنې وسپارل شي او چې کومې ادارې د برید د زمه وارو په معلومولو کې ناکامه شوې د هغو ادارو مشران دې د چوکو څخه لرې کړی شي .

نوموړي د وزیراعظم نه په ملک کې د جنګ د حالات اعلانولو غوښتنه هم کړې وه .

کويټه کې د ګل په ورځ د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديې د مشر بلال انورکاسي د وژنې وروستو سِول روغتون کې په داسې مهال ځانمرګی برید شوی او د ۷۰ نه زیات کسان يې وژلي چې کله وکیلان روغتون کې رایوځاې شوي وو .

په بلال انور کاسي د ډزو او ځانمرګي برید ‌‌‌ذمه واري د تحریک طالبان څخه بیلې شوې ډلې جماعت الاحرار منلې ولې رویټرز خبري ادارې ویلي چې داعش هم د دغه ځانمرګي برید ذمه واري قبوله کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG