لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وسله والو حملې د سرپښتانه وکیلان یوړل، د یو وکیل غم


د وکیلانو د شمېرې ترمخه برید کې د ۵۰ نه زيات وکيلان وژل شوي دي او څيړونکي وايي دا په يو ځاې په دومره ګڼ شمير کې د وکيلانو وژل کيدو اولنۍ پيښه ده .
د وکیلانو د شمېرې ترمخه برید کې د ۵۰ نه زيات وکيلان وژل شوي دي او څيړونکي وايي دا په يو ځاې په دومره ګڼ شمير کې د وکيلانو وژل کيدو اولنۍ پيښه ده .

د ګل په ورځ د کویټې په سِول روغتون کې ترسره شوي ځانمرګي برید کې زیاتره د دغه صوبې وکیلان وژل شوي وو چې اکثریت پکې د پښتنو دی .

د سِول روغتون په ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ شمېره ۷۳ ته رسېدلې او د ۱۱۰ نه زیات پکې ژوبل شوي او په هغو کې هم زیاته شمېره د وکیلانو ده او د چارواکو په وینا په دوې کې د ځینو روغتیايي حالت مرګونی دی .

د وکیلانو د شمېرې ترمخه برید کې د ۵۰ نه زيات وکيلان وژل شوي دي او څيړونکي وايي دا په يو ځاې په دومره ګڼ شمير کې د وکيلانو وژل کيدو اولنۍ پيښه ده، او د دې له امله به د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبې اولس ته په انصاف ترلاسه کېدو کې ستونزې لا نورې سېوا شي .

د برید په وخت روغتون کې موجود وکيل قاسم خان وايي چي د دومره وکيلانو په يو ځاې وژل کېدو لويه خلا پیدا کړې او د پښتنو د سر وکیلان پکې د مینځه لاړل .

" اوس کويټه کې د هائي کورټ کېس چلولو والا پښتون وکيل پاتې نه شو ټول يي ووژل او چې کوم پاتي دي په هغو کې د چا لاس، د چا پښه نشته او څوک په غوږنو او سترګو معذوره شو " .

قاسم خان وايي دغو وکيلانو به زياتره په بلوچستان کې په زور د تري تم کړل شوؤ او زده کوؤنکو ته د ورپيښو مسلو کيسونه مفت یا ويړيا چلول .

د کویټې یو ځايې خبريال مالک اچکزی وايي بلوچستان صوبه د تعليم او هنر په ميدان کې ډېره ورستو پاتې ده او د پاکستان د ازادۍ څخه وروستو پکې دغه د شمار يو څو قانون پوهه راپيدا شوي وو ولې یو برید ټول ووژل .

" اوس په ۷۰ کاله کې هم د دې پوهانو کمی نه شي پوره کېدی ځکه چې بلوچستان کې د تعلیم کچه ډېره په قلاره لوړیږي " .

پوهان وايي چې د قانون پوهه او تکړه وکیلانو د نشتوالي له کبله به د بلوچستان عدالتي نظام د راتلونکې یوې مودې د پاره بې تولې وي . او د دغه ډول وکيلانو،قام ته په ورپېښو ستونزو خبر او د هغوې په ګټو پوهه ځوانانو پيدا کيدل به ډير وخت وغواړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG