لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لښکرګاه کې دافغان ځواکونو او طالبانو جګړه


 دغلته دطالبانو او افغان ځواکونو ترمينځ سخته نښته روانه ده او دچارواکو په وينا اضافي عسکر هم ګمارل شويدي.
دغلته دطالبانو او افغان ځواکونو ترمينځ سخته نښته روانه ده او دچارواکو په وينا اضافي عسکر هم ګمارل شويدي.

افغان چارواکو خبردارى ورکړى چې دجنوبي ولايت هلمند مرکزي ښار لشکرګاه دطالبانو لاسونو ته پريوتلى شي.

دغلته دطالبانو او افغان ځواکونو ترمينځ سخته نښته روانه ده او دچارواکو په وينا اضافي عسکر هم ګمارل شويدي.

دامنيتي چارواکو او سيمه ييزو مشرانو لخوا ويل کيږي لښکرګاه لپاره خطره شته خو حالات قابو کې دي.

دولايتي شورا مشر کريم اتل ويلي دي طالبانو لښکرګاه ښار راګيرکړى او پوځ او پوليسو دخپلو چوکو څخه بيرته غوښتل شويدي.

هغه ويلي که ورته دمرکزي حکومت لخوا مرسته ترلاسه نه شي نو سيمه به يې دلاسو څخه اوځي.

دکريم اتل په وينا دشورو په ورځ تازه عسکر ورروان دي.

دجګړې له امله لښکرګاه ته غځيدلې لپاره تړل شوي چې له امله ښار کې دخوراک او نورو څيزونو دکمي خبرونه هم مخې ته راغلي او داسې اطلاعات هم ترلاسه شوي چې دجګړې له امله په زرګونو خلکو دسيمې څخه کډې کړيدي.

طالبانو دښار دمرکزي برخې څخه دڅو کلو ميټرو په فاصله پرتو علاقو قبضه کړې ده.

دبين المللي غيرسرکاري صحي امدادي ډلې بې پولې ډاکټرانو يو استازي ترمخه دغه ډلې لښکرګاه کې خپلې هلې ځلې محدودې کړي ، دخپلې غيرملکي عملې شمير يې راکم کړى او دغلته يې يواځې بيړنۍ صحي مرستې دوامداره ساتلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG