لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمودخان اچکزي پارلمان کې په استخباراتي ادارو کلکې نیوکې کړي


کويټه کې د ګل په ورځ د بلال انور کاسي په ډزو د وژنې وروستو سِول روغتون کې ځانمرګی برید شوی ۷۱ کسان پکې وژل شوي او د ۱۱۰ نه زیات پکې ژوبل شوي وو .
کويټه کې د ګل په ورځ د بلال انور کاسي په ډزو د وژنې وروستو سِول روغتون کې ځانمرګی برید شوی ۷۱ کسان پکې وژل شوي او د ۱۱۰ نه زیات پکې ژوبل شوي وو .

د پښتون قام پرسته ګوند پښتونخواملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اچکزي په قامي اسبملۍ کې د کويټې د برید په اړه وینا کې د ملک په استخباراتي ادارو کلکې نیوکې کړي دي ، نوموړي ویلي په کويټه کې برید د استخباراتي ادارو ناکامي ده .

محمودخان اچکزي پارلمان ته په وینا کې سوال راپورته کړی چې په کويټه کې د ملېشې سرتيري هر ځاې موجود وي یو سړی هم د تلاشۍ بغېر نه پرېږدي بیا څنګه د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديي مشر په هدف کړی شو او ځانمرګی بریدګر سِول روعتون ته په رسېدو کې کامیاب شو. هغه ویلي دا پېښه رامنځته کېدل د استخباراتي ادارو ناکامي ده .

د پښتونخواملي عوامي پارټۍ مشر وویل وزیراعظم دې د کويټې د پېښې پلټنې امنیتي ادارو ته وسپاري او که چرته ادارې په پلټنو کې ناکامه شوې د هغو ادارو مشران دې د چوکو څخه لرې کړی شي .

محمودخان اچکزي خپله وینا کې په امریکا کې د یوولسم ستمبر کال ۲۰۰۱م د بریدونو حواله وکړه او وې وئيل دا حمله په امریکا برید بللی شوی ؤ او امریکې يې په ضد د جنګ اعلان کړی ؤ ، هغه وویل د کويټې برید په پاکستان برید دی او وزیراعظم دې په ملک کې د جنګ حالت اعلان کړي .

ښاغلي وویل د ملک دښمنه عناصر د خفیه ادارو په لاسو کې دي ، پوځ، عدليې او حکومت ته به د ترهګرۍ په ضد ژمنه نوې کول وي . هغه دا هم ویلي چې د ګل په ورځ د وزیراعظم نوازشریف او د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف کويټې ته ځان ځانله تللو ښه تاثر نه دی ورکړی دوې له یو ځاې تلل پکار وو .

نوموړي زیاته کړه پاکستان له به فېصله کول وي چې نور به په خپله خاوره پردي جنګونه نه کوي . هغه وویل په دې کار نه کیږي په په (را) او (موساد) تور ولګول شي او ځان دې خلاص کړی شي د ترهګرۍ په ضد به بغېر د څه توپيره عملیات کول وي .

محمودخان اچکزي وویل پارلمان دې په اصل رښتیاؤ خبر کړی شي ، د پارلمان ګډه غونډه دې راوبلل شي ځکه چې پارلمان معتبر دی .

نوموړي وویل پارلمان د دعاګانو دپاره نه دی چې کومه پېښه رامنځته شي دعاګانې کیږي هغه وویل پارلمان ته به موثره کردار اداکول وي او زیاته يې کړه هغه به په راتلونکي کې په پارلمان کې دعا نه کوي .

کويټه کې د ګل په ورځ د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديې د مشر بلال انور کاسي په ډزو د وژنې وروستو د کويټې په سِول روغتون کې ځانمرګی برید شوی ۷۱ کسان پکې وژل شوي او د ۱۱۰ نه زیات پکې ژوبل شوي وو .

برید په داسې مهال شوی چې د انور کاسي مړی روغتون ته راوړل شو او د هغه د مړي د وړلو دپاره ګڼ شمېر وکیلان راجمع شوي وو . برید کې یواځې د ۵۰ پورې وکیلان وژل شوي دي . خبریالان او عام خلک هم د برید ښکار شوي دي .

په بلال انور کاسي د ډزو او ځانمرګي برید ‌‌‌ذمه واري د تحریک طالبان څخه بیلې شوې ډلې جماعت الاحرار منلې ولې رویټرز خبري ادارې ویلي چې داعش هم د دغه ځانمرګي برید ذمه واري قبوله کړې ده .

د بلوچستان صوبې اعلي وزیر سردار ثناالله زهري د ګل په ورځ ویلي چې صوبه کې د ترهګرۍ په شا د هند استخباراتي ادارې (را) لاس دی .

د کویټې په سِول روغتون کې شوی برید په نړیوال کچ غندل شوی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG