لاس رسیدونکی لینک

د کويټې په برید بلوچستان صوبه کې ماتم


د کویټې د سِول روغتون چارواکو ویلي پېښه کې د مړو شمېره ۷۱ ته رسېدلې ده او د ۱۱۰ زیات ژوبل دي .

د کویټې د سِول روغتون چارواکو ویلي پېښه کې د مړو شمېره ۷۱ ته رسېدلې ده او د ۱۱۰ زیات ژوبل دي .

کويټه کې د ګل په ورځ سِول روغتون کې د شوې ځانمرګي برید وروستو نن ګرده بلوچستان صوبه کې ماتم دی ، تعلیمي ادارې بندې او بازارونه تړلي پراته دي .

د کویټې د سِول روغتون چارواکو ویلي پېښه کې د مړو شمېره ۷۱ ته رسېدلې ده او د ۱۱۰ نه زیات ژوبل دي . چارواکي وايي په ژوبلو کې د ځینو روغتیايي حالت مرګونی دی او ۲۷ ژوبل کراچۍ ته وړل شوي دي .

بل لور ته په مړه شوؤ کې زیاتره په خپلو خپلو علاقو کې خاورو ته سپارل شوي دي .

دکويټې په پېښه د بلوچستان صوبايي حکومت د درې ورځو د ماتم سره نن د صوبې پوهنتونونه، کالجونو، سکولونه او ټولې تعليمې ادارې بندې دي .

د دې ترڅنګ د کويټې د سوداګرو د اتحاديې مشر عبدالرحیم کاکړ په تاجرانو د کاروبارونو بندولو غږ کړی ؤ او راپورونه وايي د کويټې سره د صوبې ټول کاروباري مرکزونه هم تړلي پراته دي .

د کويټې نه علاوه په ټول ملک کې وکیلانو د عدالتي کارروايۍ نه بائيکاټ کړی او په عدالتونو کې نه دي حاضر شوي . د سترې محکمې د وکیلانو اتحادیې په دغه پېښه د اووه ورځو د ماتم اعلان کړی دی .

د ګل په ورځ شوي ځانمرګي برید کې په وژل شوؤ کې زیاته شمېره د وکیلانو وه ، او د وکیلانو د شمېرې ترمخه د ۵۰ پورې وکیلان په برید کې وژل شوي وو .

د کويټې په سِول روغتون کې ځانمرګی برید په داسې حال کې شوی ؤ چې د ګل په سهار منوجان روډ باندې د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديې مشر بلال انورکاسي په ډزو وژل شوی او چې کله د هغه مړی سِول روغتون ته راوړل شو ځانمرګي ځان والوځولو .

روغتون کې په ګڼ شمېر کې وکیلان راجمع شوي ؤ او د چاؤدنې له امله د وکیلانو ترڅنګ خبریالان او عام خلک هم وژل شوي دي .

په بلال انور کاسي د ډزو او ځانمرګي برید زمه واري د تحریک طالبان څخه بیلې شوې ډلې جماعت الاحرار او د رویټرز خبري ادارې ترمخه داعش هم د ځانمرګي برید زمه واري قبوله کړې ده .

د بلوچستان صوبې اعلي وزیر سردار ثناالله زهري د ګل په ورځ ویلي چې صوبه کې د ترهګرۍ په شا د هند استخباراتي ادارې (را) لاس دی .

XS
SM
MD
LG