لاس رسیدونکی لینک

دکويټې دځانمرګي بريد ذمه واري طالبانو او داعش قبوله کړې

 دکويټې دسول روغتون په ايمرجنسي وارډ کې دغه ځانمرګي بريد په داسې حال کې ترسره شوى و چې دغلته دبلوچستان بار ايسوسي ايشن دصدر بلال انور کاسي مړى راول شوى، هغه دګل په سحر دکويټې په منو جان روډ نامعلومو وسله والو عدالت ته دتللو په مهال وژلى ؤ.

دپاکستان دناقراره ايالت بلوچستان دسرښار کويټې په سول روغتون کې تيره ورځ ترسره شوي ځانمرګي بريد کې دمړو شميره ٧١ؤ ته رسيدلې او د١٠٠ؤ څخه زيات کسان نور ژوبل شوي دي

بلوچستان کې درې ورځنى او سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن اووه ورځنى ماتم کوي.

دکويټې دسول روغتون په ايمرجنسي وارډ کې دغه ځانمرګي بريد په داسې حال کې ترسره شوى و چې دغلته دبلوچستان بار ايسوسي ايشن دصدر بلال انور کاسي مړى راول شوى، هغه دګل په سحر دکويټې په منو جان روډ نامعلومو وسله والو عدالت ته دتللو په مهال وژلى ؤ.

دپاکستاني طالبانو څخه بيلې شوې ډلې جماعت الاحرار دبلوچستان بار ايسوسي ايشن دصدر بلال انور کاسي دوژلو او وروستو دترسره شوې چاودنې ذمه واري قبوله کړې ده.

څو ورځې دمخه امريکا جماعت الاحرار ډله دبهرنو ترهه ګرو په فهرست کې شامل کړې وه.

تندروه ډلې داعش هم دکويټې دځانمرګي بريد ذمه واري قبوله کړې، خبري ادارې رويټرز دداعش دعماق خبري ادارې په اړه ويلي دي دداعش يو جنګيالي په ځان پسي تړلى دبارودي موادو واسکټ هاغه مهال چولى چې په کويټه کې دانصاف دوزارت کارکوونکي او پاکستاني پوليس راټول شوي وؤ.

بلوچستان کې تعليمي ادارې تړلي دي او ددغه پېښې په ضد دشټر ډاؤن هړتال له امله دمرکزي ښار کويټې ټول کاروباري مرکزونه تړلي دي او په سړکونو ټريفک دنشت برابر دى.

ددغه چاودنې، دامريکا، ملګرو ملتونو، اروپايې اتحاديې او افعغانستان په ګډون دنړيوالې ورورولۍ لخوا غندنه شوې ده .

XS
SM
MD
LG