لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګروملتونو، امریکا او افغانستان د کویټې برید په کلکه غندلی


روغتون کې په وژل شوؤ کسانو کې زیاته شمېره د وکیلانو ده، د دې ترڅنګ خبریالان او عام خلک د چاؤدنې ښکار شوي دي .
روغتون کې په وژل شوؤ کسانو کې زیاته شمېره د وکیلانو ده، د دې ترڅنګ خبریالان او عام خلک د چاؤدنې ښکار شوي دي .

ملګرو ملتونو، امریکا او افغانستان سره د بشري حقونو تنظیمونو د ګل په ورځ د بلوچستان صوبې سر ښار کویټې په سِول روغتون کې شوی ځانمرګی برید په کلکه غندلی دی .

سِول روغتون کې شوي ځانمرګي برید کې ۶۹ کسان وژل شوي او ۱۰۸ نور ژوبل شوي دي . په مړو او ژوبلو کې زیاته شمېره د وکیلانو ده، خبریالان او عام خلک هم د برید ښکار شوي دي .

د امریکا خارجه محکمې د کويټې برید په سختو ټکو کې غندلی او یو بیان کې يې ویلي ، ( نن ترهګرو روغتون په هدف کړو او ورسره عدلیه او ميډیا، چې دواړه د جمهوریت مهمې ستنې دي) .

بیان کې ویل شوي ( دغه ډول وحشي برید په ګرده نړۍ کې ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو په لړ کې زمونږ عزم ته وده ورکوي او زیاته کړی شوې ده چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې به د خپل اتحادي پاکستان سره په ګډه کار کوؤ) .

د ملګرو ملتونو عمومي سیکتر بان کي مون په یو بیان کې ویلي ( په ملکي روغتون کې دغه ډول برید په ځانګړي ډول اندېښنې راولاړي) .

د افغانستان صدر اشرف غني هم د کويټې په روغتون کې ترهګریز برید په سختو ټکو غندلی دی او پېښه کې د مړو او ژوبلو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده .

د صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په جاري شوي بیان کې افغان صدر ویلي په ملکي وګړو برید هغه ستر جنایت دی چې په هیڅ دین او قانون کې توجیه (جواز) نه لري .

افغان صدر اشرف غني په بیان کې په دې خبره ټینګار کړی چې (د افغانستان حکومت ژمن دی، چې په ملي او سیمه ییزه کچه د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي او زیاته کړې يې ده د افغانستان دولت د ښه او بد له تفکیک (جدايۍ) پرته د ترهګرو ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کوي او نورو ته یې هم سپارښتنه داده چې له توپیري چلند پرته دې د ترهګرو پرضد اقدامات وکړي) .

یورپي یونین او برطانيې هم د کويټې په روغتون کې شوی برید غندلی دی .

د عدلیې نړیوال کمیسون (ايي سي جی) په یو بیان کې په کويټه کې په وکیلانو او نورو خلکو شوی برید غندلی دی .

د ايي سي جی د اسیا ډايريکټر سام ظریفي ویلي ( په دې برید کې زیاتره وکیلان او دانشوران په هدف شوي «په دوې کې د ګڼو تعلق د پښتنې ټولنې سره دی» څوک چې د خپل یو ملګري په ماتم روغتون کې راټول شوي وو) .

هغه ویلي ( دا برید د قانوني پوهانو د ټولنې دپاره لوې زیان دی او دا په یو خپلواکه بار فشار اچوي) .

نوموړي د پاکستان د حکومت نه پېښه کې د ککړو خلکو د قانون منګولو ته راوستو او وکیلانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کړې ده .

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د کویټې په روغتون کې د برید د غندنې ترڅنګ د حکومت لخوا د ملکي وګړو د خوندي کولو او ترهګرۍ او نورو جرمونو د مخې دپاره د کوټلي ګامونو نه پورته کولو باندې افسوس څرګند کړی دی .

کمېشن په یو بیان کې ویلي، (د کويټې په پېښه د واکدارانو د غندنې بیان او بهر ملکي خفیه ادارې د دې زمه وارې ګرځول د مسلې حل نه دی، د ریاست زمه واري ده چې د هر ډول عناصرو نه د ملکي وګړو حفاظت وکړي ) .

د کویټې په سِول روغتون کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې نن سهار د کویټې په منوجان روډ باندې د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديې مشر بلال انور کاسي په ډزو وژل شوی او چې کله د هغه مړی روغتون ته راوړل شو په دغه مهال برید شوی دی .

روغتون کې په وژل شوؤ کسانو کې زیاته شمېره د وکیلانو ده، د دې ترڅنګ خبریالان او عام خلک د چاؤدنې ښکار شوي دي .

په وژل شوؤ کسانو کې د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديي پخوانی مشر بازمحمدکاکړ او عوامي نیشنل ګوند د صوبايي صدر اصغرخان اچکزۍ ورور عسکرخان اچکزۍ هم وژل شوی دی .

د بلوچستان اعلی وزیر سردار ثناالله زهري ویلي بلوچستان کې د ترهګرۍ په شا د هند استخباراتي ادارې ( را) لاس دی .

راپورونه وايي د تحریک طالبان پاکستان نه بیلې شوې ډلې جماعت الاحرار (جی یو ای) د وکیلانو د اتحاديې مشر او ځانمرګي برید زمه واري قبوله کړې ده . د جی یو ای ویاند ویلي خودکش يې په روغتون کې ودرولی چې وکیلان او حکومتی چارواکي به روغتون ته راټولیږي .

د کويټې په پېښه د بلوچستان حکومت د درېو ورځو او پاکستان بارکونسل د اووه ورځو د ماتم اعلان کړی دی . سبا د نهې په ورځ وکیلانو په کويټه کې د عدالتي کارروايۍ نه کولو او سوداګرو په کویټه کې د کاربندیز اعلان کړی دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG