لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چاؤدنې وروستو وزیراعظم او د پوځ سرلښکر کويټې ته رسېدلي


په کويټه کې نن د ګل په ورځ سِول روغتون کې د ترسره شوي ځانمرګي برید وروستو وزیراعظم نوازشریف او د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف کويټې ته رسېدلي دي .

د کورنو چارو د وزیرمملکت بلیغ الرحمان په وینا د کویټې په سِول روغتون کې ترسره شوي ځانمرګي برید ۶۹ کسان وژل شوي او ۱۰۸ ژوبل شوي دي .

وزیراعظم نوازشریف کويټې ته په رسېدو روغتون کې د ژوبل شوؤ کسانو تپوس له ورغلی او د هغوې حال يې معلوم کړی دی .

راپورونه وايي نوموړی به د امنیت په موخه رابلل شوې یوې غونډې مشري کوي .

له دې وړاندې د پوځ لښکر جنرال راحیل شریف هم کويټې ته رسېدلی ، نوموړی سِول روغتون ته ورغلی د ژوبلو تپوس یې کړی او د چاؤدنې احوال ورته تېر کړی شوی دی .

د پوځ مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار ویلي ، چې د پوځ سرلښکر په مشرۍ د بلوچستان وزیراعلی، چیف سیکرټري او کمانډر سدرن کمانډ سره غونډه شوې ده . د پوځ سرلښکر ویلي په خېبرپښتونخوا کې ترهګرو ته ماتې ورکړی شوې او ترهګرو اوس بلوچستان ته مخه کړې ده .

هغه ویلي دا برید د بلوچستان د امنیت خرابولو دپاره شوی او زیاته کړې يې ده چې په خصوصي توګه دې د چين پاکستان اقتصادي راهداري په هدف شوې ده . او د حالاتو قابو کولو دپاره پوره وسایل کارولی شي .

د ايي اېس پي ار ترمخه د پوځ سرلښکر په ټول ملک کې د کومبنګ اپرېشن (لټون د عملیاتو) پېل کولو امرکړی چې د ترهګرۍ سره اړونده هر تن په ضد دې د ملک په هره برخه کې عملیات وکړی شي .

د بلوچستان اعلی وزیر سردار ثناالله زهري ویلي په سِول روغتون کې ځانمرګی برید شوی دی . او نوموړی تور لګولی چې د برید په شا د هند استخباراتي ادارې (را) لاس دی .

د برید زمه واري په سمدستي ډول چا نه ده قبوله کړې .

د کویټې په سِول روغتون کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې نن سهار د کویټې په منوجان روډ باندې د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديې مشر بلال انور کاسي په ډزو وژل شوی او چې کله د هغه مړی روغتون ته راوړل شو په دغه مهال برید شوی دی .

روغتون کې په وژل شوؤ کسانو کې زیاته شمېره د وکیلانو ده، د دې ترڅنګ خبریالان او عام خلک د چاؤدنې ښکار شوي دي .

په وژل شوؤ کسانو کې د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديي پخوانی مشر بازمحمدکاکړ او عوامي نیشنل ګوند د صوبايي صدر اصغرخان اچکزۍ ورور عسکرخان اچکزۍ هم وژل شوی دی .

په خبریالانو کې د اج ټي وي کمېره مېن شهزاد خان او د ډان ټي وي کېمره مېن محمود احمد وژل شوي او دوه نور خبریالان ژوبل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG