لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کويټې روغتون په چاؤدنه کې ۶۹ کسان وژل شوي


په مړو او ژوبلو کې زیاته شمېره د وکیلانو ده او خبریالان پکې هم  ژوبل شوي دي .
په مړو او ژوبلو کې زیاته شمېره د وکیلانو ده او خبریالان پکې هم  ژوبل شوي دي .

د پاکستان بلوچستان صوبې سر ښار کويټې په سول روغتون کې شوې چاؤدنه کې د وژل شوؤ شمېره ۶۹ ته رسېدلې ده . او پېښه کې ۱۰۸ کسان ژوبل شوي دي .

د سرکاري ميډیا ترمخه د کورنو چارو وزیر مملکت بلیغ الرحمان قامي اسمبلۍ ته په وینا کې د کويټې د سول روغتون د مړو ژوبلو شمېره وړاندې کړې ده .

د کویټې په سول روغتون کې دغه چاؤدنه نن د ګل په ورځ په داسې حال کې شوې چې سهار د کویټې په منوجان روډ باندې د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديې مشر بلال انور کاسي په ډزو وژل شوی او چې کله د هغه مړی روغتون ته راوړل شو په دغه مهال چاؤدنه شوې ده .

روغتون کې په وژل شوؤ کسانو کې زیاته شمېره د وکیلانو ده، د دې ترڅنګ خبریالان او عام خلک د چاؤدنې ښکار شوي دي .

په وژل شوؤ کسانو کې د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديي پخوانی مشر بازمحمدکاکړ او عوامي نیشنل ګوند د صوبايي صدر اصغرخان اچکزۍ ورور عسکرخان اچکزۍ هم وژل شوی دی .

په خبریالانو کې د اج ټي وي کمېره مېن شهزاد خان او د ډان ټي وي کېمره مېن محمود احمد وژل شوي او دوه نور خبریالان ژوبل شوي دي .

د بلال انور کاسي د مړي راوړ په وخت روغتون ته ګڼ شمېر وکیلان راغلي او خبریالان هم په روغتون کې موجود وو .

چارواکي وايي په ژوبلو کې د یو شمېر روغتیايي حالت مرګونی دی او د مړو په شمېره کې د زیاتوالي اندېښنه څرګند کړی شوې ده .

د بم ډسپوزل سکوارډ چارواکو ویلي چې دا ځانمرګی برید دی .

او د بلوچستان صوبې اعلی وزیر سردار ثناالله زهري ځايي مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي چې د هند استختباراتي اداره (را) په دغه برید کې ککړه ده .

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې .

د صوبې په روغتونونو کې بېړني حالت په ځاې کړی شوي دي .

د بلوچستان صوبايي حکومت په پېښه د درېو ورځو او د سترې محکمې د وکیلانو اتحاديې پرې د اووه ورځو د ماتم اعلان کړی دی .

د چارواکو په وینا روغتون او چاپېره علاقه پولیس او ملېشې ځواکونو په ولقه کې اخستې ده او د لټون عملیات پېل کړی شوي دي .

وزیراعظم نوازشریف او د سیاسي ډلو لخوا د دغه چاؤدنې غندنه شوې ده .

د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف کويټې ته رسېدلی روغتون ته ورغلی د چاؤدنې ځاې او په روغتون کې ژوبلو کسانو سره يې لیدلي دي .

بلوچستان صوبه کې له دې وړاندې هم وکیلان په هدف کړی شوي دي . او نن په روغتون کې هم دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې په روغتون کې ګڼ شمېر وکیلان راجمع وو .

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG