لاس رسیدونکی لینک

امریکا: د وړاندې نه موجود ترهګرو شبکو باندې چارواکي اندېښمن


د واشنګټن ډي سي ټرانزټ پوليس ۳۶ کلن نکولس ینګ روانه اونۍ د تُندوره ډلې داعش دپاره د موبائيل میسیجنګ اکاؤنټ ترلاسه کولو په تور نیول شوی ؤ .

د واشنګټن ډي سي ټرانزټ پوليس ۳۶ کلن نکولس ینګ روانه اونۍ د تُندوره ډلې داعش دپاره د موبائيل میسیجنګ اکاؤنټ ترلاسه کولو په تور نیول شوی ؤ .

امریکا کې اړونده ادارې د هغو ممکنه ترهګرو نه پرده پورته کوي کوم چې په ښکاره یو نه دي ولې جرړې يې ډېرې ژورې دي . په دوې کې ځینې یو بل سره مرستې کوي او ځينې په یواځې سر عملیاتو کولو ته تیار اوسي .

د دغه ډول تُندلارو په اړه اندېښنې سېوا کیږي چې اړیکې یې یو بل سره پېچلې او مرستې يې د کلونو راهسې دي .

قانون نافذؤنکي یو چارواکي څوک چې په وروستیو کې د مخې ته راتلونکو معلوماتو نه خبر دی هغه ویلي دي ( اېف بي ائي) ځینې داسې ډلې په نظر کې ساتي او زما په خیال په ملکي کچه داسې روان دی ) .

وایس اف امریکا ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط چارواکي ویلي چې ( په دوې کې ډېر د داعش مخې ته راتلو نه وړاندې دلته موجود وو ) .

په دې اړه سپینه ماڼۍ هم اندېښمنه ده . د زیارت په ورځ پېنټاګون کې د ملي امنیت د غونډې نه وروستو صدر باراک اوباما ویلي ؤ ( دا عېن ممکن ده چې دلته (امریکا) کې داسې شبکې موجودې دي چې فعاله کېدی شي ) .

(( مونږ له به د دغو شبکو د ختمولو دپاره په غوره انداز کار کول وي )) .

ولې د ترهګرۍ د مخنيوي سره اړونده یو پخواني چارواکي خبرداری ورکړی داسې کول به ګران کار وي ځکه چې دا شبکې کوم څیز (نظریه) یو ځاې تړلي ساتي، یواځې د یوې ډلې ختمولو سره به د دې مخه ونه نیول شي .

جارج واشنګټن پوهنتون کې د تُندروۍ په اړه یو پروګرام مرستیال مشر سیمس هیوز ويلي ( د عامو خلکو دپاره النصره، داعش، القاعده او الشباب ترمنځ توپیر کول ممکن نه دي ځکه چې د دوې اختلافات بغېر د څه امتیازه دي .

(یو څیز چې په دوې کې مشترک (ګډ) دی او هغه یو نظریاتي اساس دی کوم چې دا ډلې فعاله ساتي ) .

په ځینو پېښو کې پوهان مني چې د دغو ډلو په غړو کې یوه خبره مشترکه ده او دوې د خپل مقصد ترلاسه کېدو دپاره تشدد کولو ته هم تیار اوسي .

هیوز چې له دې وړاندې د ترهګرۍ د مخنیوي ملي مرکز کې کار کړی دی هغه ویلي ( که چرته داعش په راتلونکې کې ختم کړی شي بیا هم داسې ډلې دي چې راښکاره به شي او داسې کسان د وړاندې نه تیار دي) .

او دا خطره شاید د واشنګټن ډي سي ټرانزټ پوليس ۳۶ کلن نکولس ینګ په ښه طريقې سره په ډاګه کوي څوک چې روانه اونۍ د تُندوره ډلې داعش دپاره د موبائيل میسیجنګ اکاؤنټ ترلاسه کولو په تور نیول شوی ؤ . د دې اکاؤنټ ترلاسه کول د داعش دپاره خلک بهرتی کول وو .

دا ګرفتاري د څو کالو راهسې روانو د پټو عملیاتو په پایله کې مخې ته راغلې ده، کومه چې په ممکنه ډول په کال ۲۰۱۰م کې اېف بي ائي پېل کړې وه .

هیوز ویلي ( د اېف بي ائي د پلټنو دپاره شپږ کاله یوه اوږده موده ده او دوې ته په دغې اړه ښکاره اندېښنه وه) .

قانون نافذؤنکو چارواکو د دې ويلو نه ډډه کړې چې د مېټرو ټرانزټ پولیس د پلټنو نورې پایلې مخې ته راشي یا نا، ولې د مرکزي پلټنيزې ادارې د واشنګټن د دفتر یو ویاند ویلي ممکن ده چې داسې نور کېسونه راښکاره شي .

هیوز ویلي په مارچ ۲۰۱۰م کې ورجینیا کې د ترهګرۍ په تور ۱۰، نیویارک کې ۱۸ او مینوسوټا کې ۱۳ کسان نیول شوي وو .

ځینو څیړونکو د دې اندېښنې څرګندونه کړې چې د قانون نافذؤنکو ادارو لخوا د پورته کړی شوؤ ګامونو او د دوې د څار لاندې ساتلو باوجود دا شبکه د خپل وجود په ځاې ساتلو دپاره هڅې کوي .

XS
SM
MD
LG