لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوې جايزه کې هيلري کلنټن ته په ډونلډ ټرمپ برتري


 دميکلاچي ميرست پول دتازه جايزې ترمخه هيلري کلنټن ٤٨ فيصده او ټرمپ ٣٣ فيصده دخوښې په کچه دى، تيره مياشت کې ترسره شوې سروى کې دغه فرق ٤٢ او ٣٩ فيصده وه.
دميکلاچي ميرست پول دتازه جايزې ترمخه هيلري کلنټن ٤٨ فيصده او ټرمپ ٣٣ فيصده دخوښې په کچه دى، تيره مياشت کې ترسره شوې سروى کې دغه فرق ٤٢ او ٣٩ فيصده وه.

روانه اوونۍ کې دامريکايي رايې ورکوونکو ديوې جايزې څخه په ډاګه کيمي چې ريپبلکن صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ دخپلې مخالفې ډيموکريټک کانديدې هيلري کلنټن څخه په واضحه فرق سره شاته دى.

دميکلاچي ميرست پول دتازه جايزې ترمخه هيلري کلنټن ٤٨ فيصده او ټرمپ ٣٣ فيصده دخوښې په کچه دى، تيره مياشت کې ترسره شوې سروى کې دغه فرق ٤٢ او ٣٩ فيصده وه.

دميرسټ کالچ دپولنګ ډلې ډايريکټر لي ميرينګوف وايي درايې اچوونکو په تُندۍ سره بدليدونکې خوښه په ډاګه کوي چې دټرمپ صدارتي کانديدتوب خطره کې دى

دغه جايزه روانه اوونۍ کې دګل دورځې څخه دشورو تر ورځې شوې او دميرينګوف ترمخه دټرمپ لخوا دتيروتنو يو اوږد فهرست چې پکې دډيموکريټک قومي کنونشن کې په شريکې مسلمانې جوړې نيوکه هم شامله ده دکلنټن دتلې په دروندولو کې کردار ادا کړى.

خو دغه سروى کې ګڼې اشارې داسې هم دي چې دپخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن لپاره مثبتې نه دي، دميرسټ پول ترمخه ٤٠ فيصده رجسټرډ رايې اچوونکي وايي هغوي دهيلري کلنټن ملاتړ يواځې له دې امله کوي چې هغوي دټرمپ مخالف دي.

د٥٥ فيصده رجسټرډ رايې اچوونکو وينا وه چې هغوي دهيلري لړ کې موافقه رايې نه لري، خو دناموافقې رايې کچه ټرمپ لپاره ٦٦ فيصده ده.

دميکلاچي او جينفورورډ لخوا دشوو جايزو ترمخه د١٨و څخه د٣٠و کلونو د٢٥و فيصدو رايې اچوونکي دټرمپ په اړه موافقه رايې لري.

دميکلاچي سروى کې هم ويل شوي چې ٢٣ فيصده رايې اچوونکي به ديو بل ګوند لبرټيرين صدارتي کانديد ګيري جانسن ته ووټونه ورکوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG