لاس رسیدونکی لینک

پاکستان دې ټولې ترهه ګريزې ډلې په نخښه کړي،امريکا


 خارجه محکمه کې خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې مرستيال وياند مارک ټونر دپاکستان او هند ترمينځ دترهه ګرو په ضد دنزدې مرستې په ضرورت زور راوړو.

خارجه محکمه کې خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې مرستيال وياند مارک ټونر دپاکستان او هند ترمينځ دترهه ګرو په ضد دنزدې مرستې په ضرورت زور راوړو.

پاکستان لپاره د٣٠٠ؤ ملينو ډالرو دپوځي امداد داودرولو څخه يوه ورځ وروستو امريکا په پاکستان غږ کړى چې دترهه ګرو ټولې ډلې دې په نخښه کړي.

خارجه محکمه کې خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې مرستيال وياند مارک ټونر دپاکستان او هند ترمينځ دترهه ګرو په ضد دنزدې مرستې په ضرورت زور راوړو.

هغه وويل” مونږ دپاکستان حکومت سره په لوړه کچه په دې اړه ډير واضحه يو چې هغوي دې دترهه ګرو ټولې ډلې په نخښه کړي چې پکې هاغه(ډلې) هم دي کومې چې دپاکستان ګاونډيان په نخښه کوي او هغوي ته (دترهه ګرو) خوندي ځالې هم تړل پکار دي“

کله چې دهغه څخه وپوښتل شول چې ايا دترهه ګرۍ په ضد دپاکستان دهلو ځلو څخه مطمئين دي نو مارک ټونر وويل اسلام اباد ځينې مثبت ګامونه اخستي خو ورته دنورو ګامونو اخستو اړتيا ده.

هغه وويل پاکستان دترهه ګريز تشدد دمخنيوي لپاره ګامونه اخستي او اخلي يې او هاغو ډلو ته پام ګرځوي چې پاکستانيانو يا دپاکستان ثبات لپاره خطره ده.

هغه په ډاګه کړه چې دپاکستان پوځ قبايلي سيمو کې دترهه ګرو ځينې خوندي ځالې تړلي دي او د هاغو سيمو په برخو ، چې ترکلونو دترهه ګرو خوندي ځالې پاتې شوې وې، حکومت واک يې بحال کړيدى.

خو هغه وويل چې پاکستان دامتياز څخه کار اخلي ‎، مونږ غواړو چې هغوي دټولو ډلو تعاقب وکړي، چې پکې هاغه ډلې هم شاملې دي کوم چې کيدى شي دپاکستان لپاره خطره نه وي او ګاونډيانو ته يې ګواښ راولاړوي.

مارک ټونر وويل هغوي دپاکستان په حکومت غږ کړى چې افغانستان سره دې دهاغو ټولو(ترهه ګريزو) ډلو په ضد مرسته وکړي کومې چې دسيمې اوږدمهاله امنيت ته خطره راولاړوي.

امريکايي کانګريس په دې خبره ټينګار کوي چې پاکستان يواځې دځان لپاره دخطره ګڼل کيدونکو ترهه ګرو په ضد عمليات کوي خو افغان طالبان او حقاني نيټ ورک اوس هم په شکمنه توګه دپاکستان خاوره کاروي او افغانستان کې په امريکايي او افغان عسکرو بريدونه کوي.

دپاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې دترهه ګرو په ضد پرتله کوم فرق څخه عمليات کوي او دخپلې خاورې دنورو هيوادونو په ضد دکارول کيدو اجازه نه ورکوي.

ټونردچين، پاکستان ، افغانستان او تاجکستان دترهه ګرۍ دضد ايتلاف هرکلى هم وکړو.

XS
SM
MD
LG