لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني چورلکې عمله محفوظه ده،افغان طالبان


 دپاکستان وزيراعظم نوازشريف ويلي دي (دچورلکې) دعملې په محفوظه توګه دراستنولو لپاره رسمي اؤ غيررسمي لارې چارې پکارراوستلى شي.
دپاکستان وزيراعظم نوازشريف ويلي دي (دچورلکې) دعملې په محفوظه توګه دراستنولو لپاره رسمي اؤ غيررسمي لارې چارې پکارراوستلى شي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت تيره شپه دهاغه چورلکې دعملې په محفوظه توګه دراستنولو لپاره هلې ځلې کوي چې دافغانستان لوګر ولايت کې يې بيړنۍ ناسته کړې وه.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف ويلي دي (دچورلکې) دعملې په محفوظه توګه دراستنولو لپاره رسمي اؤ غيررسمي لارې چارې پکارراوستلى شي.

دپاکستان دپنجاب دحکومت يوه ايم ايي-١٧ چورلکه تيره ورځ دازبکستان په لاره روس ته روانه وه چې دافغانستان په لوګر ولايت کې دزيارت په شپه بيړنۍ ناسته وکړه، ددغه چورلکې عمله طالبانو دځان سره بوتللې وه.

دطالبانو يو لوړپوړي کمانډر دنوم نه څرګندولو په شرط يوې بهرنۍ خبري ادارې سره خبرو کې پخلى کړى چې ددغه چورلکې اووه واړه کسان هغوي نيولي او دهغوي دخوشې کولو لپاره مذاکرات هم روان دي، ددغه طالب کمانډر ددعوې په ازادانه توګه پخلى نه دى شوى.

هغه دچورلکې عملې ته په اشارې کولو سره ويلي چې دهغوي خيال ساتل کيږي، ورته چايى، خوراک او هر څه ورکولى شي، دهغه وينا وه چې پاکستاني چارواکي سره رابطه کې دي او هغوي ته يې ويلي چې دچورلکې عمله محفوظو لاسونو کې ده.

هغه ويلي چې دافغان حکومت يا امريکايي پوځ څخه دمرستې دغوښتو هيڅ ګټه ځکه نشته چې طالبان په ټوله ولسوالۍ قبضه لري.

دلوګر دازرې ولسوالۍ ،چرته چې پاکستانۍ چورلکې بيړنۍ ناسته کړې، ولسوال حميدالله حميد ويلي چورلکه کې سپاره اووه واړه کسان طالبانو نيولي، هغه دا هم منلې چې حکومت په هاغه سيمه واک نه لري چرته چې چورلکه غورځيدلې او اور پرې لګيدلى.

دعملې راخوشې کولو په غرض دپاکستان حکومت او پوځ طالبانو سره دنيغ په نيغه مذاکراتو پخلى نه دى کړى.

دپاکستان دوزيراعظم ددفتر څخه جاري شوي بيان کې ويل شوي هغوي هيلي کاپټر کې دسفر کوونکې ډلې دتحفظ په اړه انديښنې لري، بيان کې ويل شوي افغان حکومت ته خواست شوى چې څومره زر تر زره ممکن وي دچورلکې دعملې راخوشې کيدو کې دې مرسته وکړي.

دپاکستان دبهرنو چارو وزارت هم ويلي چې دغه لړ کې دافغان حکومت سره رابطه کې دي، دوزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز ويلي دي چې په خارجه وزارت کې يو افغان پلاوي سره دغه لړ کې صلاح مشوره هم روانه ده.

په عين حال کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره ټيليفوني رابطه کړې او هغه ته يې خواست کړى چې دمسافرو راخوشې کيدو کې دې مرسته وکړي، اشرف غني هم جنرال راحيل ته دغه لړ کې دهررقم ممکنه مرستې باور ورکړيدى.

دافغانستان ددفاع دوزارت په يو بيان کې ويل شوي چې هغوي ددغه پېښې پلټنې پيل کړي او حکومت امنيتي ځواکونو ته امر کړى چې دعملې په محفوظه توګه راخوشې کيدو لپاره دې ټولې ممکنه هلې ځلې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG