لاس رسیدونکی لینک

ولسمشربراک اوباما د٥٥ کالو شو


 دامريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن يو عکس ټويټي کړى ولسمشر براک اوباما ته يې ليکلي چې کليزه دې مبارک شه" زما لپاره يو ورور، تل يو ښه ملګرى"

دامريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن يو عکس ټويټي کړى ولسمشر براک اوباما ته يې ليکلي چې کليزه دې مبارک شه" زما لپاره يو ورور، تل يو ښه ملګرى"

دامريک ولسمشر براک اوباما د٥٥ کلونو شو، دزيارت په ورځ دهغه دزيږون دکليزې په موقع هغه ته د ټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر دمبارکۍ پيغامونه ترلاسه شوي دي.

دامريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن يو عکس ټويټي کړى ولسمشر براک اوباما ته يې ليکلي چې کليزه دې مبارک شه" زما لپاره يو ورور، تل يو ښه ملګرى"

دډيموکريټک ګوند صدارتي کانديدې هيلري کلنټن هم يو عکس ټويټ کړى چې پکې هغه دولسمشر براک اوباما سره دخندا په حالت کې ليدل کيږي.

دهيلري کلنټن خاوند او دامريکا پخواني ولسمشر بل کلنټن دبراک اوباما دکليزې په موقع په ټويټر خپل پيغام کې ليکلي هغه به”(براک اوباما ته) اصلي پوکڼۍ ليږلى وى، خو مونږ تيره اوونۍ ټولې کارولي“

هغه دخپل پيغام ترڅنګ دډيموکريټک کنونشن يو عکس هم جاري کړى چې پکې په ګڼ شمير کې پوکڼۍ ليدل کيږي.

ولسمشر براک اوباما خپله کليزه دخپلې کورنۍ ترڅنګ يو سيمه ييز هوټل جارج ټاؤن واټر فرنټ ريسټورنټ کې نمانځلې ده.

له دې وړاندې ولسمشر اوباما کورودانې مشل اوباما خپل يو ټويټ کې ليکلي د٥٥ کلن ځوان څخه ورته هره ورځ يوه مسکا ترلاسه کيږي.

مشيل ليکلي ” كليزه دې مبارک شه، براک تاسره مينه کووم“

ولسمشر براک اوباما دخالي دورځې څخه په رخصتو ځي او په دغه مهال به هغه څه وخت ميساچيوسټس کې مارتاويني يارډ کې تيروي چرته چې دهغه کشره لور ساشا يو سي فوډ ريسټورنټ کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG