لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل دهيلي کاپټر دعملې راخوشې کولو لپاره مرسته غوښتې


 دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه يو بيان کې ويلي دي چې جنرال نکلسن په دغه اړه(جنرال راحيل) ته دهررقم ممکنه مرستې باور ورکړى دى.
دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه يو بيان کې ويلي دي چې جنرال نکلسن په دغه اړه(جنرال راحيل) ته دهررقم ممکنه مرستې باور ورکړى دى.

دپاکستان پوځ وايي چې ددغه هيواد دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف افغانستان کې د امريکايي کمانډر جنرال نکلسن سره ټيليفوني تماس نيولى اؤ هغه څخه يې غوښتنه کړې ده چې افغانستان کې دې دهاغه پاکستاني هيلي کاپټر دعملې راخوشې کولو کې مرسته وکړي کوم چې تيره ورځ لوګر ولايت کې بيړنۍ ناسته کړې وه.

دغه هيلي کاپټر دافغانستان دلوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې بيړنۍ ناسته کړې وه.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه يو بيان کې ويلي دي چې جنرال نکلسن په دغه اړه(جنرال راحيل) ته دهررقم ممکنه مرستې باور ورکړى دى.

پوځي وياند پخلى کړى دى چې هيلي کاپټر کې اووه کسان ناست وؤ چې پکې (ر) پوځي افسران او يو روسي وګړى شامل دي.

جنرال باجوه دا هم ويلي دي چې دهيلي کاپټر دعملې دراخوشې کولو لپاره افغان حکومت او افغان پوځ سره هم تماس نيول شوى دى.

په دې اړه متضاد اطلاعات ترلاسه شوي چې په پاکستاني هيلي کاپټر اور څنګه لګيدلى، دځينو عيني شاهدانو ترمخه په دغه هيلي کاپټر دبيړنۍ ناستې په مهال اور لګيدلى خو بيا ځينې ځايي اوسيدونکو ويلي دي هيلي کاپټر ته اور طالبانو اچولى.

دميډيا اطلاعاتو ترمخه دهيلي کاپټر دبيړنۍ ناستې په مهال اووه واړه کسان ژوندي پاتې شوي.

په کابل کې دپاکستاني سفارت خانې يو وياند دهيلي کاپټر دبيړنۍ ناستې پخلى کړى خو په دې اړه يې څه نه دي ويلي چې ايا دغه هيلي کاپټر کې ناست کسان تښتول شوي که نه.

اختر منير ويلي دي دپنجاب دحکومت يو ايم ايي-١٧ ټرانسپورټ هيلي کاپټر ټاکل شوى چې روس ته به دسميدو لپاره الوت کوي او هغوي فکر کوي چې هم دغه هيلي کاپټر په لوګر کې بيړنۍ ناسته کړې ده.

دهغه وينا وه ورته معلومه نه ده چې هيلي کاپټر کې ناست کسان په څه حالت کې دي او يا دغه هيلي کاپټر ناسته ولې کړې ده.

په عين حال کې دافغان طالبانو وياند ويلي دي چې هغوي ته ددغه پيښې په اړه معلومات نشته.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي هغوي په دې اړه دمعلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG