لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه : بمي چاودنه کې ددريوو عسکرو په ګډون پينځه کسان ژوبل


او چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دشيعه مسلمانانو يو کاروان تيريدو
او چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دشيعه مسلمانانو يو کاروان تيريدو

دپاکستان دبلوچستان ايالت سرښر کويټه کې ديوې بمي چاودنې له امله ددريوو عسکرو په ګډون پينځه کسان ژوبل شوي دي.

دکويټې ډي ايي جي اپريشنز چوهدري منظور سرور ددغه چاودنې په اړه دپېښې ځايې کې ميډيا سره دخبرو په مهال ويلي دي چاوديدونکي مواد په اسپني سړک نامعلومو کسانو ايښودي وؤ او چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دشيعه مسلمانانو يو کاروان تيريدو، خو چاودنه کې دشيعه مسلمانانو ګاډي محفوظ پاتې شوي او دهغوي په امنيت مامور دامنيتي ځواکونو ګاډى دچاودنې ښکار شوى.

دغه چاودنه کې درې عسکر، يوه ښځه او يو سړى ژوبل شوي چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي،دپوليسو وينا ده چې چاودنه کې خواؤشا درې کلو ميټره بارود کارول شوي دي

چارواکي دکويټې په ګډون ټول بلوچستان کې دامن وامان صورتحال کې دښه والي دعوې کوي خو دتيرو څو مياشتو راهسې کويټه کې په امنيتي ځواکونو او اولسي وګړو بمي چاؤدنو کې اضافه راغلې ده.

دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه دکويټې په سرياب روډ نامعلومو وسله والو دهزاره ورورولۍ دوه تنه وژلي وؤ،همدغه شان دجولايي په ٢٢مه نيټه دکويټې په سرياب روډ يوه بمي چاودنه کې ددريوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي وؤ.

په ٢٥م جون هم دکويټې په عالمو چوک کې يوه بمي چاؤدنه کې پينځه کسان وژل شوي او ٢٨ نور ژوبل شوي وؤ.

همدغه راز په ١٩مه مئ دکويټې مشرقي بايي پاس سيمه کې يوه بمي چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او اووه نور ژوبل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG