لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چترال کې پینځه ترهګر وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرته دغه سیمه کې په تېرو څو ورځو کې له دې وړاندې هم د دغه ډول پېښو رپورټونه مخې ته راغلي دي .
د افغانستان سره په پوله پرته دغه سیمه کې په تېرو څو ورځو کې له دې وړاندې هم د دغه ډول پېښو رپورټونه مخې ته راغلي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په شمالي علاقه چترال کې چارواکو ادعا کړې چې نن د شورو (چارشنې) په سهار یوه نښته کې د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه راوړېدلي پينځه ترهګر وژل شوي دي .

د سرکاري مطبوعاتو ترمخه د چترال په بمبوریت سيمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته شوې او پينځه وسله وال پکې وژل شوي دي .

سرکاري خبرکې ويل شوي چې ترهګر د پولې د پورې غاړې (افغانستان) نه راوړیدلي او د ځايي کېلاش قبیلي نه يې هغې لوري ته څاروي تښتول .

خو راپورونه وايي دغه پېښه د نهې او شورو په منځنۍ شپه کې د بمبوریت په اوستويي نومې سیمه کې رامنځته شوې ده . د استويي پوله د افغانستان سره لګېدلې ده .

ځايي چارواکو ویلي چې دغه پينځه واړه کسان د شپې راغلي او امنیتي ځواکونو پرې ډزې کړي دي . دوې ویلی چې د وژل شوؤ کسانو مړي يې د چترال ضلعي روغتون ته راوړلي ولې پېژندګلو يې نه ده شوې .

د افغانستان سره په پوله پرته دغه سیمه کې په تېرو څو ورځو کې له دې وړاندې هم د دغه ډول پېښو رپورټونه مخې ته راغلي دي .

څلور ورځې وړاندې چارواکو ویلي ؤ چې د افغانستان نه تُندلاري راغلې د کیلاش قبیلي سره تعلق لرونکي دوه ځايي شپونکي يې په تشدد سره وژلي او د لسګونو په شمېره کې بیزې یا وزې يې ترې تښتولې وې . له هغې یوه ورځ وړاندې هم د دغه ځاې نه د څاروؤ د تښتولو ويل شوي ؤ .

د پاکستاني چارواکو په وینا کال ۲۰۱۱م کې د افغانستان د لوري نه ترهګرپه دغه علاقه راوړېدلي او ۲۶ پاکستاني سرتیري يي وژلي وو .

د چترال سره په پوله د افغانستان د نورستان او کنړ سیمې پرتې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG