لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۶۵۰ پاکستاني بهرنو هېوادونو کې جنګیږي، راپور


Protesters take part in a demonstration near the Greek Parliament in Athens, Greece, against the agreement with Skopje to rename neighboring country Macedonia as the Republic of North Macedonia.
Protesters take part in a demonstration near the Greek Parliament in Athens, Greece, against the agreement with Skopje to rename neighboring country Macedonia as the Republic of North Macedonia.

د پاکستان ۶۵۰ وګړي په شام، عراق، یمن، افغانستان او منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د بېلابیلو تنظیمونو سره یو ځاې جنګیږي .

د پاکستان د انګرېزۍ ورځپاڼې ډان په یو راپور کې ویلي چې استخباراتي ادارو په دغو کسانو کې تراوسه پورې د ۱۳۲ پېژندګلو کړې او د دې ترڅنګ يې دا ویره څرګنده کړې چې د نړیوالو ځواکونو د لاسه د ماتې خوړو وروستو ښايي د دوې بیرته په ستنېدو پاکستان کې مذهبي جګړې سېوا شي .

د معلوماتو ترلاسه کولو وروستو د مرکزي حکومت نیشنل کرائسز منېجمنټ سیل (اېن سي اېم سي) نومې ادارې قانون نافذؤنکو ادارو ته خبرداری ورکړی چې د ملک په سرحدونو په خصوصی توګه بلوچستان، خېبرپښتونخوا، ساحلي کنارو او هوايي ډګرونو دې کلک احتیاطي او ګامونه پورته کړي .

راپور د یو امنیتي چارواکي د خلې وايي چې منځني ختیځ، افغانستان او منځني اسیايي هېوادونو کې د ماتې خوړو نه پس پاکستان کې مذهبي تشدد سېوا کېدی شي، ځکه اېن سي اېم سي داخله وزارت ته ويلي چې د دوې د بیرته واپسي مخه دې ونیسي .

چارواکي ویلي ، (اېن سي اېم سي استخباراتي او قانون نافذؤنکو ادارو ته هدایات ورکړي چې بهر هېوادونو د تللو کسانو کورنۍ دې هم د څار لاندې ساتي، کېدی شي د هغوې په واپسۍ امنیت ته خطره ورپېښه شي ) .

د امنییتي ادارو سرچينو ویلو چې افغانستان، منځني ختیځ او منځني اسیايي هېوادونو کې چې کومو بهرنو جنګیالو ته درانه تلفات اوختي دوې به په پاکستان کې پناه واخلي .

( د نورو ملکونو جنګیالي او په خصوصي توګه د منځني اسیايي هېوادونو سره تعلق لرونکو ته افغانستان خوندي ځاې دی ، ولې شام او عراق کې جنګېدونکي به بیرته پاکستان راتلو ته توجه ورکوي ) .

هغه زیاته کړې چې ( زمونږ سیمې ته ستنېدونکي بهرني ترهګر صلاحیت لري چې د پاکستان دپاره خطره رامنځته کړي او افغانستان کې د هغوې زیات قوت هم بې ثباتی جوړولی او قبايلي سیمو پله راتلی شي ) .

راپور د سرچينو لخوا ويلي چې د تجربه لرونکو او تربیه شوؤ سخت دریځو واپسي په ملک کې د وړاندې نه موجوده مذهبي تُندروي نوره سېوا کولی شي .

اېن سي اېم اېس دغه ډول خبرداری د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا، پنجاب قانون نافذؤنکو ادارو او ملېشې مشر ته ورکړی ؤ چې صوبو ته په داخلېدونکو لارو څارنه زیاته کړي .

راپور کې امنیتي چارواکي ویلي استخباراتي ادارو داسې راپور ورکړی چې بهرني جنګیالي بیرته د ستنېدو پلان لري، دوې په افغانستان کې راټولیږي او منصوبه لري چې د پاکستان او افغانستان په پوله پرته سیمه کې پناه واخلي .

راپورو کې د پاکستان انسټيټیوټ اف پيس سټډيز د چارواکو له خلې ويل شوي چې بهرنو ملکونو کې د بهرنو جنګیالو تنظیمونو سره د جنګېدونکو پاکستانيانو شمېره د ۷۰۰ نه سېوا ده او په نړۍ کې په دوې د سېوا شوې څارنې له امله دوې د بیرته ستنېدو پلان لري .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG