لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:عملياتو کې دداعش نور ٧ جنګيالي وژل شوي


 دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي چې دقهرسيلاب په نوم دعملياتو په ترڅ کې شبايي،تنګي او ګورګورۍ سيمې دداعش څخه پاکې کړل شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي چې دقهرسيلاب په نوم دعملياتو په ترڅ کې شبايي،تنګي او ګورګورۍ سيمې دداعش څخه پاکې کړل شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې دافغانستان په ننګرهار ولايت کې ترسره شوو عملياتو کې دتندروه ډلې داعش اووه جنګيالي وژل شوي دي.

دننګرهار دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي چې دقهرسيلاب په نوم دعملياتو په ترڅ کې شبايي،تنګي او ګورګورۍ سيمې دداعش څخه پاکې کړل شوي دي.

هغه دعوه کړې ده چې دغو عملياتو کې دداعش يو دبهرتي کولو مرکز هم تباه کړى شويدى او زياته کړې يې ده چې ٩ جنګيالي ژوبل شوي هم دي.

دغو ځمکنو عملياتو کې دداعش درې موټرسايکلې ړنګې شوي او ددې ترڅنګ دهغوي څخه وسله هم لاسته راوړل شوې ده.

دداعش لخوا دغو عملياتو کې ځان ته داوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويل شوي.

ننګرهار کې دداعش د جنګيالو په ضد دافغان ځواکونو لخوا عملياتو کې چټکتيا وروستو له هغې راوستل شوه چې تيره مياشت دافغانستان پلازمينه کابل کې دهزاره ورورولۍ مظاهره کې دوه ځانمرګي بريدونو کې د٨٠ؤ څخه زيات کسان ووژل شول اؤ په لسګونو نور ژوبل شول، ددغو ځانمرګي بريدونو پړه داعش په غاړه اخستې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG