لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ : نښته کې يو ترهه ګر او يو پوليس وژل شوى


دپوليسو ترمخه په ګدون سيمه کې دپوليسو او ترهه ګرو ترمينځ شوې ده چې پکې ديو ترهه ګرو دوژل کيدو ترڅنګ دوه مشکوک جنګيالي نيول شوي هم دي
دپوليسو ترمخه په ګدون سيمه کې دپوليسو او ترهه ګرو ترمينځ شوې ده چې پکې ديو ترهه ګرو دوژل کيدو ترڅنګ دوه مشکوک جنګيالي نيول شوي هم دي

دپاکستان دخېبرپښتونخوا په صوابۍ سيمه کې دنهې په ورځ يوه نښته کې لږ ترلږه يو پوليس عسکر او يو شکمن ترهه ګر وژل شويدى.

دپوليسو ترمخه په ګدون سيمه کې دپوليسو او ترهه ګرو ترمينځ شوې ده چې پکې ديو ترهه ګرو دوژل کيدو ترڅنګ دوه مشکوک جنګيالي نيول شوي هم دي، نښته کې دوه پوليس عسکر ژوبل شوي هم دي.

دوژل شوؤ کسانو تعلق دپاکستاني طالبانو تحريک سره ښودل کيږي او پوليسو دهغوي څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.

دصوابۍ دضلعي پوليسو افسر جاويد اقبال په دغه اړه خبريالانو ته ويلي دي چې دغه ترهه ګر دګدون په احمدزۍ سيمه کې هاغه مهال ووژل شو کله چې پوليسو په دغه سيمه کې دخفيه اطلاعاتو په اساس عمليات وکړل ، خو ترهه ګرو دپوليسو دليدلو سره سم په هغوي ډزې پيل کړې چې پکې سپاهي محمد جاويد ووژل شول او دپوليسو يو افسر محمد طارق او دفرنټئير کور عسکر محمد سجاد ژوبل شوي چې دعلاج لپاره دپېښور هسپتال ته رسول شوي دي.

ځوابي عملياتو کې يو ترهه ګر انور سعيد وژل شوى ، پوليس وائي چې وژل شوى ترهه ګر ورته دترهه ګرۍ په ګڼو کيسونو کې مطلوب ؤ.

پوليسو دوژل شوي ترهه ګر دوه وروڼه هم ديو کور څخه نيولي دهغوي څخه يې لاسي بم، کلاشنکوف او دوه تمانچې لاسته راوړيدي.

دتيرو څو اوونو راهسې دخېبرپښتونخوا په سوات، دير بونير او نورو سيمو کې امنيتي ځواکونو سره دترهه ګرو نښتو کې اضافه راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG