لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسان غني: پاکستان کې د زياترو مدرسو جغرافیايي نقشې (جيومېپنگ) اخستل شوي


احسان غني وايي هېواد کي يې د زياترو ديني مدرسو (جيومېپنگ) یا جغرافیايي نقشې جوړی کړي دي .
احسان غني وايي هېواد کي يې د زياترو ديني مدرسو (جيومېپنگ) یا جغرافیايي نقشې جوړی کړي دي .

په پاکستان کې د ترهگرۍ ضد د ملي ادارې مشراحسان غني ویلي هېواد کي يې د زياترو ديني مدرسو (جيومېپنگ) یا جغرافیايي نقشې جوړی کړي دي. د ده په وینا پنجاب او اسلام اباد کی ېي دا کار سل په سلو کې، قباېلي سېمو کې ۸۵، خېبر پښتونخوا کې ۷۵، بلوچستان کې ۶۰ او په سند ایالت کې ۸۵ فیصده مدرسو جغرافیاېي نقشې جوړی شوي دي .

د واېس اف امریکا د روانو چارو په خپرونه کې شاغلي احسان غني ووېل د ملي عملي پلان وروسته ېې پاکستان کې د موباېل ټېلي فونونو ۹۸.۴ میلیون سم کارډونه تړلي دي. د بندیز لګول شوو وسله وال سازمانونو ۱۲۶ بانکي اکاونټونه ېې هم بند کړي او د ښه او بد وسله والو توپیر ېې ختم کړی دی.

هغه اووېل هر هغه تنظیم چې ترهګري کوي او خلک وژني د هغو پر ضد به بشپړه اقدام کیږي. د ده په خبره د داعش وسله والې ډلې لپاره په پاکستان کې ځاېې نشته.

د ښاغلي احسان غني سره د نصير احمد کاکړ دغه تفصیلي مرکه په لاندیني لنک اوریدی شئ .

please wait

No media source currently available

0:00 0:43:23 0:00
Direct link

Recommended

XS
SM
MD
LG